لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان کې پاتې شوی پخوانی امریکايي پوځي افسر د عمران خان ویناوې دروغ بولي


جېسن کریس هاک

واشنګټن ـــ په افغانستان کې پاتې شوی پخوانی پوځي افسر او ډیپلومېټ جېسن کریس هاک وايي د پاکستان وزیر اعظم عمران خان تېره اوونۍ واشنګټن پوسټ کې په خپله مقاله کې دا نه دي ویلي چې کله په 2009 کې امریکایانو د طالبانو سره په سفارتي کچه د رابطو کوښښ وکړو نو پاکستان د طالبانو مشران ونيول، دا يې هم و نه ویل چې کله په 90یمه لسیزه کې امريکا اسامه بن لادن نیولو نو پاکستان ورسره د همکارۍ نه انکار وکړو او نه يې دا ویلي چې اسامه بن لادن يې پاکستان کې پټ کړی وو.

په کلېرنس جابز نومې مجله کې د ښاغلي جېسن کریس هاک چاپ شوی مضمون د امریکې د پخواني پوځي جنرل کارل ایکنبېري په وینا پیل شوی چې سي این این ته یې په یوه مرکه کې ویلي:

"لس کاله موږ [د افغانستان] په جګړه کې تېر کړل او اخر مو اسامه بن لادن د پاکستان په ستر پوځي ښار اېبټ اباد کې پیدا کړ، دا حقیقت باید موږ ته ووایي چې پاکستان زموږ څومره ښه ملګری وو."

د مضمون لیکوال جېسن کریس وایي پاکستان د سپټمبر له 11 راهیسې په هغه هر څه پرده اچول غواړي چې څنګه يې د امریکا او ناټو سره دهوکه وکړه او په ډېره بیړه کې دی چې په کابل کې د خپل پراکسي واک زر جوړ کړي او تمه یې ده چې افغانستان د پینځمې صوبې په توګه وساتي.

عمران خان د واشنګټن پوسټ لپاره مقاله کې داسې هڅه کړې وه چې ګویا امریکا د افغانستان په اړه د پاکستان د همکارۍ او د هغه په وینا "قربانۍ" قدر نه کوي. هم په دغه مقاله کې نوموړي د پاکستان په پخواني جنرل پروېز مشرف هم نیوکې کړي چې ګنې ولې په افغانستان کې د امریکا د اېتلاف ملګری جوړ شوی وو.

نوموړي په مقاله کې د کومو شرطونو بغېر د طالبانو په زور اخستل شوې واکمنۍ منلو لپاره هم یو ډول وکالت کړی وو.

پخواني امریکايي پوځي افسر او لیکوال جېسن کریس په دغه ټکي او د پاکستان په بیانيه سختې نیوکې کړي او د پاکستان او طالبانو تر منځ اړیکې یې د "مالک او غلام" په توګه يادې کړي دي. کریس وایي:

"کله چې عمران خان د طالبانو د هغې ترهګرې "ځایي" ډلې په نسبت- چې له 2001م کال راهیسې یې مرکز پاکستان وو- د افغانستان د منتخب اسلامي جمهوري حکومت پوځ بهرنی ګڼي نو تاسو په اسانه لیدلای شئ چې پاکستان [په افغانستان کې] د جمهوریت او بشري حقونو ملګری نه دی".

ښاغلی کریس هاک وایي پاکستان بهر نړۍ ته داسې ښیي چې ګنې پخپل هېواد کې د ترهګرو د روزنې له سترې کارخانې ناخبره دی، خو وایي پخپل هېواد کې دننه په دې کار باندې ویاړ کوي.

جېسن کریس هاک وایي پروېز مشرف په 2001م کال کې یواځې د ځینو ترهګرو ډلو لکه القاعده په ضد د جګړې کولو پرېکړه وکړه خو د نورو "ښو ترهګرو" روزنې او ملاتړ ته یې دوام ورکړ چې د ده د پوځ تر واک لاندې وو لکه پاکستاني، افغان او کشمیري اسلامي وسلوال:

"یا خو هغه [مشرف] په ناپوهۍ سره فکر کاوه چې دغه ډلې به یو له بله جلا وساتي یا خو امریکا په ناپوهۍ سره فکر کاوه چې ګنې مشرف په دې خبره کې سنجیده دی چې په پاکستان کې مېشت ترهګر به کنټرول کړي".

لیکوال پخپله مقاله کې لیکي، کله چې طالبان په 2001م کال کې له افغانستانه را ووتل پاکستان دوی پټ کړل او ورته ویې ویل تر هغو دې د خلکو له نظره ځانونه پټ وساتي چې بیا ورته اړتیا پېښېږي:

"په 2002 او 2003م کې د پاکستان ای ایس ای پرېکړه وکړه چې نور انتظار ختم دی او طالبانو ته یې امر وکړ چې په افغانستان کې جګړه پیل کړي او یا دې امریکې ته وسپارل شي چې ګوانتانامو ته یې ولېږي".

وایي بیا په 2003م کال کې طالبان په کوټه ښار کې له پټو ځایونو را ووتل او له خبریالانو سره یې خبرې هم پیل کړې. وایي بیا ای ایس ای ملا عمر ته اجازه ورکړه چې بهر را ووځي او د امریکایانو خلاف جهاد پیل کړي:

"زما ښه په یاد دي چې په 2003م کال کې پاکستاني‌ افسرانو زموږ کسانو ته- چې افغان ملي پوځ یې جوړاوه- ویل چې یواځې ستاسې [امریکایانو] وتلو ته انتظار کوو، تاسې باید غټ پوځ او پولیس جوړ نه کړئ، کله چې امریکا ووځي دوی به بیرته طالبان واکمن کړي".

کریس هاک وایي پاکستان او استخباراتي ادارې یې نه یواځې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې مرسته نه ده کړې بلکې کله چې په 2009م کال کې له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړې نو ای ایس ای دا خبرې مخامخ ودرولې ځکه چې وایي غوښتل یې دا خبرې باید د اسلام اباد یا د پاکستاني پوځ په وسیله تر سره شي.

جېسن کریس هاک زیاتوي د پاکستان او طالبانو تر منځ د (مالک او غلام) رشته هغه وخت نوره هم ښه ښکاره شوه کله چې ای اېس ای او طالبانو د اګست په میاشت کې کابل د جګړې په مټ و نه نیولی شو بلکه واک پورې سفر یې په بیعه واخېست، افغان حکومت تسلیم او افغان پوځ ته د طالب پر ضد د جګړې نه کولو امر ورکړل شو.

نوموړی وايي پاکستان تل افغانان د وېش يا تقسیم په حالت کې ليدل غواړي او په دغه حساب غواړي په افغان چارو کې د لاسوهنې پلمه ورسره لاس کې وي. د افغانانو د خپل منځي اختلافونو له امله پاکستان په اسانه ناراضه افغانان په ګوته کوي او د رېښتوني افغان حکومت پر ضد يې په کرایه اخلي.

لیکوال کریس هاک وايي هغه جګړه ختمه شوه چې پاکستان يې په 2002م کې بنیاد ایښی وو او وايي امریکا د سیمې او جګړې دواړو نه مړه خوا شوه او ناټو يې په دې قانع کړه چې افغانان د پاکستان پوځ ته په يواځې سر پرېږدي.

XS
SM
MD
LG