لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: په بريد کې پاکستانی پوځي سرتيری وژل شوی


د پاکستان پوځ ویلي، په قبايلي ضلع شمالي وزیرستان کې په يو ترهګر بريد کې يو پوځي سرتيری وژل شوی دی.

د پاکستان پوځ ویلي، د شمالی وزيرستان په ګړیوم سيمه کې ترهګرو په امنيتي پوسته بريد کړی او سپاهي محمد عامر اقبال پکې وژل شوی دی.

لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) تيره شپه د دغه بريد زمه واري منلی او ويلي يې وو په ګړيوم کې يې برید کړی او د درېو سرتيرو د وژلو دعوه يې کړې وه.

پوځ ويلي د بريد وروسته په علاقه کې د پلټنو عملیات پېل کړي چې سيمه د ترهګرو څخه پاکه کړی شي.

په دوېم اکتوبر د پاکستان پوځ ویلي وو د شمالي وزیرستان په سپين وام علاقه کې د ترهګرو په بريد کې څلور د فرنټير کروپس يا اېف سي ځواک څلور او يو د ليويز ځواک سرتیری وژل شوي وو.

د دغه بريد زمه واري هم ټي ټي پي منلې وه.

دا تازه بريدونه په داسې حال کې شوي چې په 28 ستمبر د پاکستان پوځ ویلي وو، په جنوبي وزیرستان کې يې عمليات کړي او د لسو ترهګرو د وژلو دعوه يې کړې وه.

پوځ د دغو ترهګرو د پېژندګلو چې تعلق يې د کومې ډلې سره دی، دا نه وو ويلي خو دومره يې ویلي وو چې په دغو لسو ترهګرو کې څلور کمانډران هم شامل وو.

د جمعې په ورځ (لومړي اکتوبر) د ترکي له ټي آر ټي ورلډ ټیلي ويژن سره په مرکه کې عمران خان ويلي وو"د ټي ټي پي مختلفې ډلې دي چې په هغوی کې ځینې یې غواړي د سولې لپاره زمونږ له حکومت سره خبرې وکړي. مونږ له دوی سره په خبرو اخته یو، دا د روغې جوړې او پخلاینې مرحله ده".

له عمران خان څخه پوښتنه شوې چې له پاکستاني طالبانو به غواړي چې وسلې کښېږدي؟، ده یې په جواب کې وویل "هو، بیا به مونږ دوی وبخښو او دوی به عادي وګړي شي".

خو د عمران خان د بیان وروسته ټي ټي پي د مذاکراتو خبرونه رد کړي وو. او پاکستاني مطبوعاتو ويلي وو د حافظ ګل بهادر ډلې د 20 ورځو ډز بندي اعلان کړې ده.

په دوېم اکتوبر بيا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشيد د طالبانو سره د خبرو په اړه ويلي وو، "څوک چې وسله وغورځوي د هغو سره خبرې کېدی شي خبرې اترې کومې نتیجې ته نه دي رسېدلي، اوس خو د خبرو پېل شوی دی خو د پاکستان د دښمنانو به مخنیوی کوو، ترهګر به ختموو".

هغه ويلي وو، "چا چې د اې پي اېس (ارمي پبلک سکول) ماشومان شهيدان کړي د هغو کېس بدل دی،چا چې کډې کړي د هغو کېس بدل دی، دا په غټه کچه خبرې کيږي مونږ د چا پرضد خپله خاوره کارېدو ته نه پرېږدو".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG