لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانان ولې د افغانستان نه وتل غواړي؟


واشنګټن ـــ د شورو- چهارشنبې په ورځ ګڼ شمېر افغانان د کابل پاسپورټ دفتر ته ورغلي چې د طالبانو د واک پس په اول ځل پرانیستل شو. طالبانو اعلان کړی وو اوس به یواځې هغو افغانانو ته پاسپورټونه ورکول کېږي چې خواستونه يې پخوانۍ انتظامیې منظور کړي وو.

بل خوا په افغانستان کې د خرابو اقتصادي حالاتو دلاسه په زرګونو افغانان هره ورځ په دې کوشش کې وي چې په څه نه څه طریقه نورو ملکونو ته واوړي.

د طالبانو له واک سمبالولو پس ډېر افغانان په دې انتظار دي چې خپل پاسپورټ ترلاسه کړي او نورو ملکونو ته لاړ شي، په دوې کې زده کوونکي او هغه خلک هم دي چې د علاج دپاره بهر ملکونو ته تلل غواړي.

پاسپورټ دفتر ته راغلی یو تن شفیق الله وايي، ‍دا خلک زیاتره مریضان دي، زده کوونکي دي او یا پاسپورټ نوی کول غواړي:

"مونږ د ۱۵ اګست نه په انتظار یو. مونږ پېسې ورکړي دي او دوه میاشتو نه په انتظار یو. تاسو حالات لیدای شئ. مونږ په طمع وو چې نن به دفتر خلاص شي خو دلته هیڅ نظم نشته او نه راته څوک دا وايي چې کله به زمونږ پاسپورټ راکوي".

د پاسپورټ د دفتر عبوري مشر عالم ګل حقاني ویلي، هره ورځ به د پینځو نه شپږو زرو پوري پاسپورټونه جاري کېږي، خو د دفتر نه بهر ولاړ هر څوک غواړي چې دننه ور داخل شي.

یو بل تن احمد شکیب صدیقي چې پاسپورټ دپاره ورغلی وو وايي "په افغانستان کې حالات ډېر ګډ وډ دي، کار روزګار هیڅ نشته او په افغانستان کې ژوند ډېر ګران دی".

طالب چارواکو د نهې- سه شنبې په ورځ ویلي وو د د اکتوبر له ۹مې به د پاسپورټونو جاري کولو کار شروع کوي، له دغه عمل پس د هغې ورځې په ځای ولاړ دي چې د افغانستان حکومت ختم شو او طالبانو د ملک کنټرول تر لاسه کړو.

بلخوا هم د دې حالاتو دلاسه په زرګونو افغانان هره ورځ د زرنج د علاقې نه په قاچاق یا په غېرقانوني طریقه د ملک نه د وتو کوشش کوي. زرنج په نیمروز صوبه کې دی او ورته د سمګلنګ یا د قاچاق سرښار ویل کېږي.

د شورو- چارشنبې په ورځ رویټرز خبري ادارې په ښار کې د ځینو هغو خلکو سره خبرې کړي چې په غېر قانوني طریقه د ملک نه وتل غواړي.

په دوی کې د بغلان اوسېدونکی عبدالباعث هم دی. هغه وايي "د حکومت سمبالولو پس اسلامي اماراتو په مسلو باندې هیڅ نه دي ویلي، نو ځکه زه بهر ته تلل غواړم چې خپل ځان او خپل خاندان وساتم".

رویټرز وایي دلته په زرنج کې په سوونو کورنۍ د ښځو او ماشومانو سره په هوټلونو او رېسټورانونو کې په انتظار ناست دي چې کله به يې کوم اېجنټ د پولې بلې خواته واړوي.

د طالبانو له واکمنېدو پس په افغانستان کې لوږه او غریبي د قابو نه بهر شوي، هلته د وړاندې نه د سوکړې [وچکالۍ] او د کورونا وایرس دلاسه د خلکو ژوند اسان نه وو.

د نیمروزعبدالغني رویټرز ته ویلي، د بېروزګارۍ په سبب که لس ځله هم ناکامه شي خو بیا به هم ځان ایران ته رسوي:

"د طالباتو راتلو پس بېروزګاري ډېره زیاته شوه. دوی هیڅ نه دي ویلي چې څه قسمه حکومت جوړول غواړي. دوی به د خلکو نه پیسې واخلي او خلک به د لوږې ښکار وي".

د ملګرو ملتونو د کډوالو های کمیشنر فلیپو ګرانډې وایي په نزدې موده کې لږ تر لږه پینځه لکه افغانان بې کوره شوي دي او وایي دا شمېر به نور هم زیات شي که د صحت، تعلیم او معاشي مسلې قابو نه کړی شوې. د یو اېن د ډېټا ترمخه په دې کې نیم نه زیات ماشومان دي.

طالبانو په خلکو غږ کړی دی چې خپل کورونه او ملک دي نه پرېږدی. هغوی دا هم وايي چې هر قسمه بهرني امداد ته هرکلی وایي خو د طالبانو له کنټرول پس زیاتره امداد ورکوونکو خپل امدادونه تړلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG