لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نېټو مشر: له افغانستانه د متحدینو په مشوره ووتو او هلته شل کلونه مو نه دي ضایع


واشنګټن ـــ د نېټو ځواکونو اعلی چارواکي وایي دا به غلطي وي که له افغانستانه د ځواکونو ایستلو یا د فرانس او امریکې تر منځ زیاتېدونکي تاوتریخوالي ته د نېټو اتحاد د کمزوري کېدو په نظر وکتل شي.

د نېټو عمومي مشر ین سټولټنبرګ وایي اتحاد به یې د زړو او نویو دښمنانو له خوا د زیاتېدونکو خطرونو په وړاندې همداسې متحد او هوډمن وي.

سټولټنبرګ په تېرو ورځو کې له ولسمشر بایډن او نورو اعلی امریکایي چارواکو سره تر لیدو وروسته د واشنګټن په جارج ټاون پوهنتون کې یوې غونډې ته وویل د یورپ او شمالي امریکې د اړیکو په اړه پوښتنې کېږي:

"دا [اړیکې] به لوی بدلون را نه ولي، موږ نه پوهېږو چې راتلونکی بحران به څه وي خو په دې پوهېږو چې هر څه کېږي، که موږ متحد وو نو خوندي به یو".

د نېټو مشر په خصوصي توګه دا تورونه رد کړل چې ګواکې د امریکې صدر جوبایډن له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو کې د ټرمپ د مخکیني حکومت د پرېکړې په عملي کولو کې نېټو له پامه غورځولې وه:

"دا تصور چې امریکې [له نېټو سره] مشوره نه وه کړې ناسم دی، په ریښتیا هم دا سم نه دی".

ښاغلی سټولټنبرګ وایي متحدینو یې د سلا مشورو تر څو پړاوونو وروسته په ګډه له افغانستانه د وتلو پرېکړه وکړه. وایي په افغانستان کې شل کلونه یې ضایع شوي نه دي ځکه چې وایي په دې موده کې د دوی پر هیڅ هېواد له افغانستانه ترهګر برید نه دی پلان شوی.

د نېټو مشر وایي که څه هم فرانس د امریکې، برتانیې او اسټرېلیا تر منځ د آکوس په نوم امنیتي تړون باندې خفه ده، چې له مخې به یې امریکا او برتانیه اسټرېلیا ته د اېټمي آبدوزونو جوړولو لپاره ټیکنالوجي ورکوي، خو وایي:

"نېټو متحدین په پراخ تناظر کې پر دې خبره سلا دي چې موږ به له خپلو اېشیا- پېسیفیک ملګرو سره د ګډ‌ کار لپاره د یو بل ملګرتیا کوو".

ین سټولټنبرګ وایي چین په نړۍ کې دویم ستر دفاعي بجټ لري، چې وایي زیاته برخه یې د اوږده واټن ویشتونکې اېټمي وسلې په ګډون د خپلو پوځي وړتیاوو پر زیاتولو لګوي:

"زه تمه لرم د نېټو د راتلونکې نوې تګلارې په تصور کې به زموږ دریځ ډېر پراخ او متحد وي چې له چین سره باید څه ډول اړیکې وساتو".

د نېټو عمومي مشر وایي اتحاد یې له یوې داسې نه اټکلېدونکې نړۍ سره برابرېدو ته دوام ورکوي چې پکې د سایبر خطرونو، ترهګرۍ او د موسمي بدلون له امنیتي اغېزو سره سره د سترو ځواکونو تر منځ سیالي هم په زیاتېدو ده. وایي اتحاد یې په داسې وخت کې پر خپل دفاعي ځواک زیاته خرڅه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG