لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان کې زوروره زلزله، تر اوسه د 18 د مړینې او تر 150 زیاتو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی


کوټه ـــ د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د شپې په نیمایي کې زوروره زلزله راغلې چې په نتیجه کې یې تر اوسه لږ تر لږه 18 کسانو د مړینې او تر 150 د زیاتو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د هرنایي ضلعې ډپټي کمیشنر سهیل انور هاشمي د اتلسو کسانو مړینه تایید کړې ده خو د نورو کسانو د مړینې اندېښنه هم شته.

د وي او اې ډیوه د خبریال حمید سمسور د رپوټ له مخې دې زلزلې د مرکز کوټې په ګډون په سیوۍ، هرنايي، پښین، قلعه سیف الله، چمن، زیارت او ږوب ضلعو کې زیان اړولی دی.

د زلزلې مرکز هرنایي ته نیژدې ګڼل شوی چې وایي شدت یې 5.9 او ژورتیا یې پینځلس کیلومیټره اندازه کړل شوې ده. پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو عکسونو کې لیدل کېږي چې زلزلې خلک له خوبه را ویښ کړي او له کورونو دباندې ولاړ دي.

د هرنایي مرستیال ډاکټر جمعه خان وایي په مړو شویو کسانو کې زیات ماشومان او ښځې دي‌ خو وایي‌ یو شمیر ښځې هم په ټپي حالت کې روغتون ته وروړل شوې دي.

د هرنایي ضلعې د سرکاري روغتون ډي اېچ او رشيد ناصر وایي د مړو او ټپيانو شمېر کېدای شي تر دې زیات شي، ځکه چې وایي له لرې پرتو سيمو نور ټپيان هم روغتون ته ور روان دي. وایي خلک ويره لري چې ډېری خلک به تر خاورو لاندې بند پاتې وي.

د هرنایي ډپټي کمشنر وایي په هرنایي کې ډېری سرکاري ودانۍ هم د زلزلې له کبله زیانمنې شوې دي.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیا الله لانګو وایي په هرنایي کې د لوی زیان رپوټ ورکړل شوی او خلکو ته د مرستې رسولو لپاره یې هرنایي ته مشینونه لېږلي دي. لانګو وایي له آفتونو د ژغورنې صوبایي اداره پي‌ ډي‌ ا یم اې خلکو ته د مرستې رسولو لپاره چمتو شوې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG