لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: په زلزله کې د مړو شمېره 20 ته رسېدلې، د 200 نه زيات ټپيان شوي


د پاکستان په بلوچستان صوبه کې تيره شپه په شوې زلزله کې د مړو شمېره 20 ته رسېدلې او ټپيان د 200 نه زيات شوي دي.

د صوبې د چارواکو په وېنا زلزلې د بلوچستان صوبې هرنايي ضلع تر ټولو زياته اغېزمنه کړې ده.

په بلوچستان صوبه کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم اې) چارواکي محمد احمد د وي او اې ډيوه خبريال حفيظ الله شيراني ته ویلي په هرنايي کې تراوسه 20 تنه مړه او د 200 نه زيات ټپيان شوي دي.

د هرنايي اختراباد، اسلام اباد، جلال اباد محلې او ښار ته نزدې کلي شور اسپاني کې زلزلې زيات تاوان اړولی دی.

چارواکو او ځايي خلکو ويلي د هرنايي سره په زيارت، سبي، قلعه سېف الله، کوټه، مستونګ، سنځاوۍ، دوکۍ ، ژوب، زيارت او چمن پورې خواوشا سيمو کې د زلزلې جټکې محسوس شوي دي.

د بلوچستان د داخله چارو وزیر میر ضیا لانګو رسنیو ته ویلي وو چې د هرنايي تر څنګ د بلوچستان زیارت، سبي قلعه سیف الله کې هم تاوانونه اوښتي دي.

دغه زلزله چې تيره شپه خواوشا په درې بجې شوې، مرکز يې د هرنايي سره نزدې ياد کړی شوی او په رېکټر سکېل د زلزلې زور يا شدت د 5.9پورې او ژورتيا يې تر 15 کلوميټره پورې ويل شوې ده.

د چارواکو په وېنا په اغېزمنه سيمه کې امدادي کارونه روان دي مړي او ژوبل راويستل کيږي او روغتونونو ته منتقل کول کيږي.

د بلوچستان حکومت په هرنايي ضلع کې بېړني حالت اعلان کړي دي.

حکومت ويلي چې په هرنايي ضلع کې د مرستو کارونه پېل کړی شوي او په دې لړ کې د پاکستان د پوځ اته هيلي کاپټرې هم برخه اخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG