لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د موسی خان او ګلمکۍ ټاټوبی: هرنایي تر زلزلې مخکې غربت او پسماندګۍ ځپلې


واشنګټن ـــ د بلوچستان هرنایي ضلع چې بېګانۍ زلزلې تر ټولو ډېره ځپلې ده د مرکز کوټې ښار ختیځ لور ته د شاوخوا 97 مایله (156کیلومیټره) په فاصله پرته سیمه ده او اکثر اوسېدونکي یې پښتانه دي.

د اکتوبر پر اوومه سهار سپېدو مهال چې د بلوچستان په شمال ختیځو سیمو کې زلزله راغله، هغې هرنایي سیمه تر ټولو زیاته وځپله، چې د چارواکو په وینا 20 تنه پکې مړه شوي او تر 200 زیات ټپیان شوي دي او د دې سیمې زیات کورونه یې نړولي دي.

هرنایي غرنۍ سیمه ده چې له زیارت، دوکۍ او سیوۍ سره ګډه پوله لري، دا سیمه تر 2007م کال پورې د سیوۍ (سبي) ضلعې برخه وه او د همدې کال په اګست میاشت کې د جلا ضلعې حیثیت ورکړل شو.

د پاکستان د 2017م کال د سرشمېرنې له مخې د دې سیمې ابادي شاوخوا دوه لکه ده او اوسېدونکي یې اکثر پښتانه خصوصاً مېخیاڼي سپین ترینان دي چې د پښتو په یوه لرغونې لهجه «ترینو» یا «وڼېڅي» خبرې کوي.

د ترینانو په ګډون کاکړ، زمند، شېراني، میاڼي، مشواڼي، لواڼه، مري بلوڅان او نورې پښتني قبیلې هم په هرنایي سیمه کې له اوږدې مودې راهیسې مېشت دي.

د هرنایي توري ریښه او وجه تسمیه:

د سیوۍ ضلعې ګیزیټېر- چې په 1907م کال کې مېجر اې. مېکانهې مرتب کړی- وایي د ځایي روایتونو له مخې هرنایي د یو هندو هرنام داس له نامه اخیستل شوی دی چې وایي د دې واکمن ګڼل کېږي خو په دې اړه کره تاریخي معلومات نه شته.

د کوټې په ډګري کالج کې د پښتو ادبیاتو استاد ذاکر زیارتوال- چې په هرنایي کالج کې هم پاته شوی- وایي د سیمې یو ولسي روایت دا هم دی چې وایي د هرنایي نوم د دې سیمې د یوې سپینسرې «هرو انا» له نامه اخیستل شوی دی.

په سیوۍ ګزیټېر کې د هرنایي اصل نوم «زوره» یعنې ژوره یاد شوی دی. ذاکر زیارتوال وایي تر ګزیټېر څلرویشت کاله مخکې سرجن جنرل او. ټي ډیوک پخپل کتاب «تل چوټیالي اینډ هرنایي: پټان اینډ بلوچ ټرایبز» کې لیکلي چې تر زیارت پورې د دې سیمې پخوانی نوم «زورستان» وو.

د کوټې پریس کلب مخته له یوې اوونۍ په احتجاج ناست د هرنایي اوسېدونکي.
د کوټې پریس کلب مخته له یوې اوونۍ په احتجاج ناست د هرنایي اوسېدونکي.

د هرنایي د خلکو روزګار:

هرنایي ډېره ګرمه سیمه ده او د ساړه زیارت سیمې خلک په ژمي کې د واورو له کبله همدې سیمې ته کډه کېږي او ژمی هملته تېروي. دې سیمې ته له کوټې او نورو سیمو ورغلې لارې اکثره خرابې دي او ډېرې سیمې یې تر اوسه بجلۍ بېخي نه لري.

هرنایي له معدني وسایلو ډکه سیمه ده چې پکې ګېس، تېل او کوله د یادونې وړ دي او د دې تر څنګ کښت کرونده هم د دې سیمې د خلکو مهم روزګار دی، خو د سیمې خلک اوس هم په ډېر غربت کې ژوند تېروي او زلزلې دا سیمه نوره هم وځپله.

د هرنایي خلکو پخپلو سیمو کې د اسانتیاوو د نشتوالي له کبله د ستمبر پر 22مه د کوټې پر لور پیاده لاریون پیل کړ او له تېرې یوې اوونۍ راهیسې یې د کوټې د پریس کلب مخې ته احتجاجي کېمپ لګولی دی.

د دې احتجاجي کېمپ مشر د هرنایي اوسېدونکی نور محمد شاه وایي، تر اوسه هیڅ حکومتي چارواکي نه د دوی پوښتنه کړې او نه یې غوښتنې ور پوره کړې دي. نور محمد شاه د وي او اې ډیوه خبریال حمید سمسور ته وویل:

"تېل وځي، ګېس وځي، کویلې راوځي، کورم را وځي، هرنایي په کال کې دوه نه بلکې درې فصله ورکوي، چې د پاکستان فصل ختم شي دا ګړد پاکستان ته فصل ورکوي، زموږ اوبه د مځکې پر سر دي خو له هغه باوجود زموږ سړک نه شته، ښځینه ډاکټره نه شته او بنیادي اسانتیاوو مو نه شته".

په بلوچستان اسمبلۍ کې د هرنایي او زیارت ضلعو استازی نور محمد دومړ دی، چې له واکمن بلوچستان عوامي پارټۍ سره تړاو لري او صوبایي وزیر هم دی. ښاغلي دومړ د وي او اې ډیوه خبریال ته ویلي، په وروستیو کې یې د وزیراعلی جام کمال مخالفت له دې کبله پیل کړی چې وایي د هرنایي د پرمختیا منصوبې او بنیادي اسانتیاوې نه ورکوي.

د پاکستان تر جوړېدو وروسته د دې هېواد لومړۍ کارخانه په 1948م کال د «هرنایي وولن مِل» په نامه په همدې سیمه کې جوړه شوه، چې رخت، قالین او شړۍ به پکې جوړېدل او نه یواځې په پاکستان کې دننه بلکې نورو هېوادونو ته به یې هم مصنوعات لېږل کېدل.

خو دا مِل اوس له شاوخوا دېرشو کلونو له کاره لوېدلی دی او ودانۍ یې له تباهۍ سره مخ ده. د هرنایي اوسېدونکی لیکوال عبدالحق میاڼی پخپل یو مضنون کې وایي "په وولن کې پر یوه وخت 1,200 کسانو کار کاوه".

د هرنایي وولن مِل ودانۍ.
د هرنایي وولن مِل ودانۍ.

ترینو یا وڼېڅي لهجه:

دا د پښتو یوه لرغونې لهجه ده چې د ژبپوهانو په وینا له دې کبله له نورې پښتو ډېره بېله او د یوې جلا ژبې ګومان ورباندې کېږي چې دا سیمه اوږده موده له نورو سیمو پرې پاته شوې ده.

د دې سیمې اوسېدونکی لیکوال نظام الدین نظامي- چې د دې لهجې په اړه یې څېړنه کړې- د تاریخي حوالو په بنیاد وایي دا لهجه شاوخوا دوه زره کاله زړه ده خو وايي اوس هم په هرنایي، زیارت او چوتېر سیمو کې شاوخوا دوه نیم لکه کسان په دې لهجه خبرې کوي.

ښاغلي نظامي په خپل یو مضمون کې لیکلي "دا په ځان کې دوې لهجې لري لکه وڼېڅي او مخیاڼي چې په شمال او جنوب وېشل کېدای شي خو دا توپیرونه ډیر کم دي چې لهجه له یو او بل نه جلا کړي دا لهجه اوس څلوېښت سلنه اوښتې ده".

د ترینو یا وڼېڅي لهجې ځینې توري دا دي: وور [باران]، نهیر [سوچ]، غوزه[څښه]، کښو [درځه]، لوښي [جامې]، پیار [پلار]، لېږدا [غویی]، ملاستوڼ [پټکی]. ښاغلي نظامي پخپل مضمون کې د دې لهجې ګڼ شمېر جملې لیکلې دي، چې یوه یې دا ده:

"ډوغالۀ دي خړې دوړې دې ګولېژین مځکه سره توبي ده غاړې ني اسمان دي".

موسی خان او ګلمکۍ :

د پښتو د دوو پخوانیو مینانو موسی خان او ګل مکۍ قبرونه هم په هرنایي سیمه کې دي. د دوی په اړه د پښتو د ولسي نکلونو په کتاب «ملي هینداره» کې یو نکل هم شته، خو د دوی د ژوند په اړه کره تاریخي شواهد نه شته چې دوی په کومه زمانه کې ژوند کړی دی.

عبدالخالق مندوخېل چې د هرنایي ضلعې ډپټي کمیشنر پاته شوی وایي موسی خان او ګل مکۍ له هرنایي شمال خواته پر شاوخوا شپږ کیلومیټره په «غوړمی» کلي کې په یو ګډ قبر کې ښخ دي.

د موسی خان او ګل مکۍ قبر ته څو کاله مخکې ورغلي شاعران اعجاز افق، عصمت زهیر، احمد جان احمد او ارمان لوڼی.
د موسی خان او ګل مکۍ قبر ته څو کاله مخکې ورغلي شاعران اعجاز افق، عصمت زهیر، احمد جان احمد او ارمان لوڼی.

د «موسی خان او ګل مکۍ» په اړه د دوی په همدې نامه یو پښتو فلم هم جوړ شوی دی. عبدالخالق مندوخېل وي او اې ډیوه ته وویل د دوی قبر ډېر وران وو او بیا ده د 2013م کال په جنورۍ کې بیرته و رغاوه:

"د سیمې له خلکو چې ما پوښتنه کړې دوی وایي ګل مکۍ په ترین کې اودلاڼۍ وه، موسی خان د پښین ترین وو. د سیمې خلک ګل مکۍ ته بړمکو وایي خو په دې اړه کره معلومات نه شته".

د کوټې په ډګري کالج کې د پښتو ادبیاتو استاد ذاکر زیارتوال وایي هرنایي شاوخوا څلوېښت کاله مخکې چې د دې سیمې وولن مِل فعاله وو دا د شاوخوا سیمو په نسبت ډېره پرمختللې سیمه وه او په 1975م کال کې په دې سیمه کې کالج هم جوړ شوی وو.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG