واشنګټن ـــ د امريکې تر ټولو لويې استخباراتي ادارې سي آی اې د چين د زياتېدونکو خطرو د مخنيوي دپاره پخپل پروګرام کې يو شمېر بدلونونه اعلان کړي دي.
د سي آی اې مشر ويليم برنز د زيارت- پنجشنبې په ورځ په دې غرض د نيو چاينا مشن سنټر پرانیسته وکړه چې دا خبره يقيني کړي چې د چين د خطرو قابو کولو د پاره د امريکې وسایل او هلې ځلې په ځای وکارول شي.
ډایریکټر برنز په يو بيان کې د چين حکومت د يوويشتمې پېړۍ تر ټولو لوی جعرافيايي او سياسي خطر بللی. ډایرکټر برنز ويلي:
"مونږه پخپل تاريخ کې د هرډول خطرو سره مقابله کړې او نن سبا د طاقت د مقابلې د يو لوی چېلنج سره مخ يو خو سي آی اې به په دې هڅه کې هم وړاندې وي".
سي آی اې د ټېکنالوجۍ د مشن د مرکز او د هغې د نوي مشر د ټاکلو اعلان هم وکړو چې د ټیکنالوجۍ، اقتصاد، چاپېريال او نړيوال صحت ته په ور پېښو چېلنجونو کې په ښه شان مقابله وکړی شي.
سي آی اې د دې غرض د پاره د يو کال او دوه کالو د پاره د ماهرينو رابللو پرواګرام هم اعلان کړی.
د سي آی اې مشر برنز د فرورۍ په مياشت کې کانګرس ته ويلي وو، د چين مخنيوی زمونږه د ملي ګټو د پاره ډېره مهمه ده. نوموړي ويلي:
"د چين د صدر شي جینپینګ لخوا په تېرو شپږ اوو کالو کې روان پرمختګ زمونږ د پاره د اوچتېدو يو واضح غږ دی. دا يو داسې ښکاره جارحيت دی چې ښه په ډاګه مونږ ته د مقابلې بلنه راکوي".
ښاغلي برنز د اپرېل په مياشت کې کانګرس ته خبرداری ورکړی چې چين د ټېکنالوجۍ او انټرنیټ په مدونو کې هم د دوی تر ټولو لوی حريف دی.
د چين د مخنيوي سره سره د سي آی اې مشر د روس، شمالي کوريا او ايران په اړه هم د خپلو پروګرامونو د ګړندي ساتلو ژمنه وکړه، خو وايي په دغو کې ځينې خطرې بدلې شوې دي.
که څه هم سي آی اې د چين په اړه يو شمېر بدلونونه اعلان کړل خو د شمالي کوريا او ايران په اړه يې خپل مشن سنټرونه تړلي دي کوم چې په کال 2017 م کې پرانیستل شوي وو.
يو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ويلي دغه بدلونونه انتظامي دي او د شمالي کوريا او ايران د پاره په ځانګړي شوو وسایلو کې به هېڅ بدلون نه راځي.