لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان خلک وایي د طالبانو له حکومت وروسته هر څه ګران شوي


واشنګټن ـــ افغانان وایي په هېواد کې د طالبانو د حکومت له راتلو وروسته د خوراکي شيانو او داروګانو ترڅنګ د ورځني استعمال نور څيزونه هم ګران شوي او دوی نه شي کولی د بېروزګارۍ په دې سختو حالاتو کې د کورنيو ضرورتونو پوره کولو لپاره د تېر وخت په څېر هر ډول سودا وکړي۔

سوداګر وايي د هېواد نه ګڼ شمېر سرمايه کارو او د شتمونو خلکو وتلو او د عامو وګړو د معاش ګټلو وسيلو خرابېدو سره د دوی کاروبار زيان سره مخ دی او نه شي کولی خپل کاروبارونه مخ په وړاندې بوځي.

په دې حقله په لغمان ولايت کې مېشت عثمان خان وي او اې ډيوه ته وايي، د کابل سقوط وروسته بې روزګاره شوی او په کور ناست دی. نوموی وايي د خوراکي توکو او نورو شيانو قيمتونه دومره سېوا شوي چې يو غريب تن يې نه شي اخیستلی:

"د نوي حکومت د راتلو سره ډېره زياته قيمتي راغلې، چا سره پېسې نه شته او ډېرې کورنۍ وږې تږې ویده کېږي، اوړه، بوره، غوړي، لوبيا، دالونه او د ټولو شیانو قيمتونه سېوا شوي، غريب نه شي کولی هغه څه واخلي، دوايانې بېرون نه نه راځي او کومې چې موجود دي هغه هم کمېږي ځکه يې قيمتونه زيات شوي، يو شربت به چې په 35 افغانۍ وو اوس په 90 افغانو پورې دی".

افغان طالبانو واک د اګست په 15مه تر لاسه کړی او په اووم سپتمبر يې خپل لنډمهاله حکومت اعلان کړو. د افغان طالبانو د واکمن کېدو سره سم د هېواد شتمنو خلکو او سرمايه کارو د ملک څخه هجرت پېل کړو چې له وجې يې د ملک اقتصاد ته نور هم زيان ورسېدو.

په کابل کې کاروبار کوونکی رضوان الله وي او اې ډيوه ته وويل د خلکو د څیزونو اخیستو توان دومره کم شوی چې د خپل دوکان څخه د کاروبار او کور خرچې هم نه شي پوره کولی:

"مخکې به زمونږ سودا دوه زره نه تر درې زره پورې کېدله اوس هغه دوه سوه نه تر څلور سوه پورې کېږي، مخکې دوکاندي ښه وه خلکو له به مونږه قرضونه ورکول او معاش [تنخا] به یې اخېستو بېرته به يې راکړل اوس خلکو ته معاشونه نه ورکوي نو مونږه ته قرضونه هم بېرته نه راکوي، ځکه زمونږ دوکان ورځ تر بلې ضعيفه کېږي".

په کابل کې مېشت د بشري حقونو فعال او د سياسي چارو کارپوه برهان الدين سيرت وايي په افغانستان کې د ګرانۍ علتونو کې بېروزګاري، د افغانۍ په نسبت ډالر بيا اوچتېدل او د طالبانو لخوا له بېنکونو د پېسو وېستلو مقدار محدوده کول شامل دي. نوموړی وایي د نړيوال بېنک او نورو بهرنيو مالي مرستو بندېدو سره هم په هېواد کې معاشي بحران پېدا شوی او قيمتونه جګ شوي:

"طالبانو اوس په دې وجه د بېنکونو نه پېسو وېستو باندې بندېز لګولی چې بېنکونه د پېسو کموالي سره مخ نه شي او پېسې بهر لاړې نه شي. اوس چې کوم يو تن هر څومره پېسې په شخصي بېنک اکاونټ کې لري په يو هفته کې د 2000 افغانۍ يا 200 ډالرو نه سېوا نه شي ويستلی او دا هغه پېسي دي که يو کس د خپل کورني مصارفو له پاره واخلي نو هغې له پوره دي خو د تجارت د پاره پوره نه دي لکه کوم يو تجار په بېنک کې پېسي دي او هغه د بنک نه پېسې واخلي او کوم يو کاروبار لپاره د ملک دننه زمينه بربره کړي".

د شورو په ورځ د خوراک نړيوال پروګرام مشر ويلي په افغانستان کې د 18 میلينو څخه زيات خلک بشري مرستو ته اړتيا لري، وایي په دوی کې 14 میلينه هغه دي چې د خوراک د نشتوالي سره مخ دي او دوه میلينه ماشومان دي چې د خوراک د کمي خطره ورته ورپېښه ده.

ملګرو ملتونو ويلي، په افغانستان کې هغه خلک چې ضرورتمن دي د هغوی شمېر سېوا کيږي ځکه چې د خوراکي توکو او تېلو بيې لوړیږي او روزګارونه کمیږي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG