امریکايي لوړ پوړي چارواکي نن د خالي/ شنبې او سبا د اتوار/ يکشنبې په ورځ په دوحه کې د طالب استازو سره ويني، دا لومړی ځل دی چې د امریکا د افغانستان نه د وتلو او طالبانو په واک کې د راتلو وروسته دغه ليدنه کيږي.
د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، امریکايي پلاوی به د لوړ پوړو طالب استازو سره په دوحه کې وويني.
رويټرز خبري ادارې چې د وړاندې نه دغه خبر ورکړی وو، ويلي يې وو د امریکا په پلاوي کې به د بهرنيو چارو د وزارت، يو اېس اې ايي ډي او استخباراتو چارواکي شامل وي.
يو لوړ پوړي طالب مشر هم د دغه ليدنې خبر تاييد کړی دی.
د جمعې په ورځ سهار طالبانو ویلي وو د بهرنيو چارو وزیر يې امير خان متقي د څو نورو لوړ پوړو مشرانو سره د کابل نه دوحې ته روان شوی دی.
د طالبانو د بهرنيو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ټویټر ویلي وو د طالبانو پلاوی به په قطر کې د قطر د چارواکو او نورو هېوادونو سره په سياسي چارو او اړيکو خبرې کوي خو هغه د نورو هېوادونو نومونه نه دي ويلي.
دا د اګست د میاشتې وروسته چې امریکې د افغانستان نه خپل پوځونه ویستي او طالبانو افغانستان په واک کې اخستی، د امریکايي چارواکو او طالبانو د لوړ پوړو مشرانو ترمنځ لومړۍ مخامخ ليدنه ده.
د رويټرز ترمخه امریکايي چارواکي به په طالبانو فشار اچوي چې امریکايي وګړو او افغان اتحاديانو ته يې د 20 کالو د شخړې څخه د خونديتوب ډاډ ورکړي.
ويل شوي امریکايي پلاوی به طالبانو ته دا هم وايي چې خپلې هغه ژمنې پوره کړي چې د افغانستان خاوره به د القاعده او نورو ترهګرو دپاره نه کاريږي او د افغانستان خلکو ته مرستې ورسوي چرته چې بشري بحران سېوا کيږي او اقتصادي ستونزې جوړيږي.
امریکايي چارواکو رویټرز ته ويلي د واشنګټن د پلاوي د دغه ليدنې مطلب دا نه دی چې د طالبانو حکومت په رسميت وپېژني.
هغه ويلي په رسميت پېژندنه د طالبانو د هغو ژمنو سره تړاو لري چې ټولشموله حکومت جوړ کړي، د ښځو حقونه خوندي کړي د کار اجازه ورته ورکړي او جينکۍ تعليم ته رسايي وکړي او نورې اړونده مسلې هوارې کړي.