لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو د افغانستان او ايتوپيا د کډوالو په حالاتو غور کړی


جنېوا ــ د ملګرو ملتونو د کډوالو د پاره کلنۍ غونډه د جمعې په ورځ په جنېوا کې وشوه چې ډېره توجه يې په افغانستان او ايتوپيا کې د کډوالو په حالاتو د بشري ستونزو په اړه وه.

د کډوالو د پاره د ملګرو ملتونو های کمشنر فلېفو ګرانډي غونډې ته پخپله وينا کې وویل، په اوونیزه ناسته کې تعميري خبرې وشوې او په ټوله کې دا ومنل شوه چې د افغانستان دننه کډوال شوو ميلينونو خلکو ته اسانه او غير مشروط مرستې په بيړنۍ توګه د بشري حقونو د ايجنسيانو په لاس وررسول پکار دي.

هغه وویل دا کار شونی دی خو د خوراک، سر پټولو او د نورو ضروري څيزونو رسول به د ژمي د راتلو نه وړاندې خلکو ته برابرول وي او ويې ويل طالبان به په دې امدادي کارونو کې خنډ نه جوړيږي.

ګرانډي محسوس کړه چې افغان ټولنه د طالبانو د راتګ نه وروستو په ټپه ولاړه ده او خبرداری يې ورکړو چې که چرې نړيواله ټولنه رامخکې نه شوه او د ملک ادارې، بېنکونه او اقتصادي نظام يې په مکمله توګه د ختمېدو نه ونه ژغورل شول نو دا به د دې نه هم لويه انساني الميه جوړه شي.

هغه وويل “دا ډېره مشکله ده ځکه چې د نړيوالو مرستو د بندولو او معطل کولو وړاندې تر ډېره حده اقتصادي چارې دې ادارو چلولې. اوس پوښتنه دا ده چې څنګه دغه ادارې او اقتصادي چارې روانې وساتو چې د يو غټ انساني ناورين مخه ونيسو”.

په ايتوپيا کې ميیلنونه حاجتمند خلک:

ګرانډي وويل ايتوپيا دويم ملک دی چې په غونډه کې د بشري مرستو په اړه د بحث مرکز وګرځېدو او زياته يې کړه د غونډې ګډونوالو په دې خوابدي څرګنده کړه چې د ايتوپيا حکومت د ملګرو ملتونو لوړپوري چارواکي د ملک نه ويستلي دي.

هغه وويل ګډونوال د لنډو تنګو حالاتو په وجه پرېشانه دي چې څنګه هغه ميلینونو انسانانو ته مرستې ور ورسوي چې په تيګري کې ګېر پاتې دي او دپاسه لا دا هم ده چې جګړه د شمالي ايتوپيا سيمو ته خوريږي.

هغه وايي “بس هم هغه يو اپيل دی چې د بې مقصده پوځي تګلارې او سوچ نه ډډه وکړئ او د خبرو اترو د لارې حل ولټوئ. په ملک کې د بشري الميې د خورېدو مخه نيول يواځې د دې لارې ممکن ده”.

د ملګرو ملتونو رپورټ وايي په تيګري کې نزدې 5.2 ميلين خلک لا د ابادۍ 90% برخه بشري مرستو ته اړتيا لري.

که څه هم توجه ټوله په افغانستان او ايتوپيا وه خو ګرانډي په هېوادونو غږ وکړو چې د کډوالو ستونزې دې نه هېروي او دا د نړۍ په هر ګوټ کې موجود دي چې پکې د سوېل ختيځې اېشيا د رونګيا د غربي افريقې د ساحل سيمې منځني ختيځ د شام او منځنۍ امريکا د وېنزوېلا ذکر وشو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG