لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ايي اېس ايي د نوي مشر د ټاکنې اعلاميه تراوسه وزیراعظم نه ده لاسليک کړې


پاکستاني مطبوعات وايي د پاکستان د استخباراتي ادارې (انټر سروسز انټيليجنس ايجنسۍ، ايي اېس ايي) د نوي مشر د ټاکنې اعلاميه تراوسه وزيراعظم نه ده لاسليک کړې.

ډان ورځپاڼې ویلي، د ایي اېس ايي د نوي مشر په ټاکنه تراوسه ګنګوسي روانې دي چې وزيراعظم تراوسه پورې د ايي اېس ايي د نوي مشر لفټننټ جنرل نديم احمد انجم د ټاکنې په اعلاميه لاسليک (دستخط) نه دی کړی.

د پاکستان پوځ په شپږم اکتوبر ويلي وو، د ايي اېس ايي مشر لفټننټ جنرل فېض حمید د پېښور کور کمانډر ټاکل شوی او د هغه په ځای لفټننټ جنرل نديم احمد انجم د ايي اېس ايي نوی مشر ټاکل شوی دی.

ډان ویلي د ايي اېس ايي د نوي مشر د ټاکنې په اړه چې کومې ګنګوسې روانې دي، د هغې د ختمولو دپاره ډېر زر د لوړ پوړو حکومتي او پوځي مشرانو غونډه امکان لري.

خو د ايي اېس ايي د نوي مشر د ټاکنې په اړه کومې ګنګوسې رواني دي؟ په دغه اړه په خبر کې کوم سپيناوی نه دی شوی او نه کوم حکومتي يا پوځي چارواکو په دغه اړه څه ويلي دي.

خو د ګل/ دوشنبې په ورځ (11 اکتوبر) د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر شېخ رشيد نه خبريالانو دغه پوښتنه کړې چې د ايي اېس ايي د نوي مشر د ټاکنې اعلاميه ولې حکومت نه خپروي؟.

شېخ رشيد یې په ځواب کې دومره ویلي وو د پوځ او حکومت په چارو خبرې کول د اطلاعاتو د وزير فواد چودري زمه واري ده.

په نهم اکتوبر يو پاکستاني خبريال روف کلاسرا ويلي وو د اطلاعاتو وزير فواد چودري منلې چې د ایي اېس ايي د نوي مشر په ټاکنه د وزيراعظم او پوځي اسټبلشمنټ ترمنځ اختلافات موجود دي خو دغه اختلافات به زر لرې کړی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG