لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کشمیر: د ياغيانو سره په نښته کې پينځه هندي پوځيان وژل شوي


د هند د انتظام لاندې کشمير په لانجمنه سیمه کې د تندلارو او هندي ځواکونو ترمنځ سخته جګړه شوې او پينځه هندي سرتيري پکې وژل شوي دي.

په ياده سيمه کې په وروستيو کې د تشدد پېښې سېوا شوي دي.

د هند پوځي وياند لفټننټ کرنل دېوندر انند ويلي پوليس او پوځ جنوبي غرييزه سیمه سوران کوټ علاقه په ګېره کې اخستې چرته چې د استخباراتو د مالوماتو ترمخه تندلاري موجود وو.

د اېسوسي اېټډ پرېس ترمخه انند ويلي پوځ په علاقه کې د لټون عمليات پېل کړي او په دغه مهال پرې تندلارو ناتاره ډزې پېل کړي چې پکې يو پوځي افسر او څلور سرتيري سخت ټپيان شوي او بيا یې په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی دی.

په سمدستي ډول د دغه بريد زمه واري چا نه ده منلې.

هند او پاکستان دواړه په کشمير دعوه لري چې د دوی علاقه ده.

زیاتره مسلمانان کشمیريان د ياغي اهدافو ملاتړ کوي چې دغه علاقه رايو ځای کړي، د پاکستان سره شامل شي او يا ځان له ازاد ملک جوړ شي.

په ياده سيمه کې د 1989 نه راپه دېخوا په روانه شخړه کې په سلګونو ملکي وګړي، ياغيان او د حکومتي ځواکونو سرتيري وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG