لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جي- 20 هېوادونو مشران نن د افغانستان په اړه ځانګړې آنلاین غونډه کوي


واشنګټن ـــ د نړۍ د 20 زورورو اقتصادي هېوادونو مشران نن د افغانستان په اړه آنلاین غونډه کوي چې پکې د طالبانو د حکومت له راتګ سره په دې هېواد کې د اقتصادي او بشري بحران په اړه خبرې کېږي. بل لور ته طالبانو هم په نړیواله کچه د خپل حکومت د تسلیمولو یا په رسمیت پېژندلو هڅې پیل کړې دي.

په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره دا ځانګړې غونډه د ایټلي له خوا را بلل شوې ده. د ایټلي وزیراعظم ماریو دراګي چې د دې آنلاین غونډې کوربه دی ټینګار کړی چې شتمن هېوادونه دې له قید او شرط پرته له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي.

د یورپ د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بوریل پرون د یورپي یونین د وزیرانو په غونډه کې له افغانستان سره د مرستې ژمنه وکړه او ویې ویل چې په دې هېواد کې بشري او ټولنیز اقتصادي حالات د ویجاړۍ پر څنډه ولاړ دی. ښاغلي بوریل وویل:

"موږ نن پر دې سره سلا شوو چې افغان ولس ته رسایي ولرو او له هغوی سره مخامخ مرسته وکړو چې د بشري ناورین مخه ونیسو، ښکاره خبره ده چې طالبان په رسمیت نه پېژنو، موږ به په دې هېواد کې خپلو منل شویو اصولو ته په درناوي خپله مرسته د خپلو څواړخیزه ملګرو له لارې خلکو ته رسوو".

تمه کیږي چې د نړۍ د شلو شتمنو هېوادونو له مشرانو سره سره د قطر استازی، د پیسو د نړیوالې ادارې (ای ایم ایف)، نړیوال بېنک او ملګرو ملتونو استازي هم په نننۍ غونډه کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو سیکرټري جنرل انتونیو ګوتېریش هم په دغه آنلاین غونډه کې ګډون وکړي او په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو پر رول خبرې وکړي.

انتونیو ګوتېریش پرون وویل چې افغانستان له بدو حالاتو سره مخ دی او نړۍ باید په بیړه د دغو حالاتو مخه ونیسي. نوموړي وویل د دې هېواد بېنکونه بند دي، په ډېرو ځایونو کې روغتیايي او نور مهم کارونه ځنډېدلي دي. ګوتېریش د بشري بحران د زیاتېدو خبرداری ورکړ چې وایي د دې هېواد نیمی ابادي یې اغېزمنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو جنرل سیکرټري وایي افغان ولس د طالبانو د ناسم چلند له کبله اجتماعي یا ډله ییزه سزا نه شي زغملای.

د شتمنو هېوادونو ډله جي-20 له امریکې، برتانې، یورپي ټولنې، چین، فرنس، جرمني، ایټلي، هند، کېنېډا، ارجنټاین، اسټرېلیا، برازیل، سوېلي کوریا، جاپان، سعودي عرب، مېکسیکو، سوېلي افریقې، ترکي او انډونېشیا څخه جوړه ده.

د جي 20 هیوادونو د دغه انلاین ناستې بحثونه به بشري مرستو ته د افغانانو پر اړتیا، امنیتي ستونځو او له دې هیواده د لوېدیځو هیوادونو د افغان همکارانو پر خوندي را ایستلو کېږي.

یوې سرچینې رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي د دې غونډې لومړیتوب به د ژمي په رارسېدو سره مجبوره خلکو خصوصاً د ښځو لپاره د لومړنیو مرستو چمتو کول وي.

د افغانستان په اړه دا غونډه په داسې وخت کې کېږي چې د طالبانو یو پلاوی له څو ورځو راهیسې په قطر کې دی او د امریکې له پلاوي سره تر لیدو وروسته نن د یورپي یونین له استازو سره ویني.

طالبان غواړي چې حکومت یې په نړیواله کچه په رسمیت وپېژندل شي او په امریکا کې کنګل شوې د افغانستان پیسې ازادې کړل شي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پرون په دوحه کې رسنیو ته وویل، دوی د نړۍ له هېوادونو سره مثبتې او د برابرۍ په بنیاد اړیکې غواړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG