لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوال بېنک: د کم آمدن لرونکو هېوادونو د پور اخیستو بار 12 فیصده زیات شوی


واشنګټن ـــ نړیوال بېنک د دوشنبې- ګل په ورځ خبرداری ورکړ چې د نړۍ د کم عاید یا آمدن لرونکو هیوادونو د پور اخیستو په بار کې 12 فېصده د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د نړیوال بېنک رپورټ وايي د کورونا وبا له کبله د بیړنیو مرستو په خاطر په 2020م کال کې د نړۍ د هېوادونو د پور ریکارډ 860 بیلینه ډالرو ته ورسېد.

په دغو پورونو کې پاکستان د 2021م کال تر جون میاشتې پورې 122 بیلینه ډالرو قرض اخیستی دی.

د سپټمبر میاشت کې د اقتصادي چارو لپاره د پاکستان د قامي اسمبلۍ قایمه کمیټۍ ته ویل شوي چې د تېرو درېوو کلونو پر مهال د پاکستان په ذمه بهرني پورونه او د سود رقم 122 اربو، 44 کروړو او50 لکو ډالرو ته رسېدلي دي.

د نړیوال بېنک مشر ډېویډ مالپاس خبریالانو ته وویل چې د بېنک، نړیوال پور سټېټیسټیکس د 2022م کال رپورټ ښیې چې د ټیټ او متوسط عاید لرونکو هیوادونو په پور اخیستو کې حیرانوونکی زیاتوالی راغلی دی.

ښاغلي مالپاس د پراخو هڅو غوښتنه وکړه چې له هیوادونو سره مرسته وکړي چې اقتصادي رغونه یې وشي او غربت کم کړي.

مالپاس د نوي رپورټ په اړه په یوه بیان کې وویل: "موږ د پور د ستونځې د حلولو لپاره یوې هر اړخیزې تګلارې ته اړتیا لرو چې پکې د پور کمول، د پور زر تنظیمول او ښه شفافیت لرل شامل وي".

د رپورټ له مخې د ټیټ او متوسط عاید لرونکو هیوادونو د بهرني پور ذخیره په 2020م کال کې 5.3 سلنه لوړه شوې او 8.7 ټریلینه ډالرو ته رسېدلې چې د ټولې سیمې هیوادونه یې اغېزمن کړي.

د پور ورکوونکو G20 او پېرس کلب تېر کال د پورونو د جاج اخیستو لپاره یو ګډ چوکاټ جوړ کړ، چې د پورونو دغه کړکیچن وضعیت تنظیم کړي او د ډیټ سروېس سسپنشن انېشېټیف DSSI وړ هیوادونو کې د تمویل یا ایکسپایریشن موده وځنډوي یا یې اوږده کړي خو تر اوسه یواځې درو هیوادونو ایتوپیا، چاډ او زامبیا ورته درخواست کړی.

مالپاس وویل په دغه چوکاټ کې د پور بیا تنظیم کولو په برخه کې د خصوصي سېکټر پور ورکوونکو ډېرې برخې اخیستنې ته هم سخته اړتیا ده، کوم چې تر دې دمه پکې ښکېل کېدو ته هیڅ زړه نه دی ښه کړی.

رپورټ ښیې چې د ټیټ عاید لرونکو هیوادونو ته خالص پور ورکول 25%ته لوړ شوی چې 71 بیلینه ډالرو ته ختلی کوم چې په یوه لسیزه کې د نېټ پور تر ټولو لوړه کچه ده.

نړیوال بېنک وايي د 2022م کال رپورټ پراخوي چې د بهرني پور په اړه د لا زیاتو تفصیلي او جلا معلوماتو له تیارولو سره د نړیوالو پورونو د حجم په اړه وضاحت او شفافیت وي.

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG