لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جي ـ 20 غونډه: افغانستان مرستو ته اړتيا لري خو طالبان به فنډونه نه کنټرولوي


د نړۍ د 20 غټو معيشتونو (هېوادونو) د مشرانو او د بهرنيو چارو وزيرانو د نهې/ سه شنبې په ورځ په يو ويډيو کانفرنس کې افغانستان ته د مرستو په ورکولو اتفاق کړی خو ورسره طالبانو ته د فنډونو ورکولو په ځای په نورو لارو هم غور شوی دی.

له دغې نه وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر انتونيو ګېټرس خبرداری ورکړی چې د جنګ ځپلي افغانستان اقتصاد چې اوس د طالبانو په لاس کې دی، د بشري بحران په پوله ولاړ دی.

د يادې غونډې مشري د اټلي وزيراعظم ماریو ډراګي کړې ده.

د جي ـ 20 غونډې د مشرانو د غونډې نه وړاندې ګېټرس ویلي وو که په افغانستان کې په بېړنۍ توګه د افغان وګړو مرسته ونه شوه نو د دې قيمت به نه يواځې افغانستان بلکې ګرده نړۍ ته ورکول په غاړه شي.

د جي ـ 20 دغه غونډه په لومړي ځل د هغې وروسته شوې چې طالبان په افغانستان کې په واک کې راغلي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر په نیويارک کې ویلي، د افغان وګړو سره د خوراک څه نشته، روزګار نه لري، د حقونو تحفظ ورته نه دی ترلاسه، چې له امله یې افغان وګړي د ملک نه په تېښته دی، او په دې حالاتو کې به هلته غېر قانونه نشه يي توکي او جرمونه سېوا شي او هلته به د ترهګرو د فعاليتونو پياوړي کېدلو خطره زياته شي.

بل لور ته يورپي يونين په ياده سرمشريزه غونډه کې په افغانستان کې د بشري، ټولنيزې او اقتصادي تباهۍ نه بچ کېدو دپاره د 15 کروړه ډالرو د امداد اعلان کړی دی.

په غونډه کې مشرانو په دې خبره ټینګار کړی چې افغانانو ته سمدستي بشري مرستې څنګه ورسول شي او ورسره يې د ترهګرۍ پرضد جګړې او د خلکو د ملک څخه بهر په ازاده د تګ راتګ دپاره د طالبانو سره په خبره کولو هم بحث شوی دی.

د ملګرو ملتونو د شمېرو ترمخه سږ کال په افغانستان کې د جګړو له امله د 50 لکه نه زیات افغانان بې کوره شوي دي. نزدې يو کروړ افغانان د خوراک د کمي سره مخ دي او د پينځه کالو نه د کم عمر نيم ماشومان نه خو سم خوراک لري او نه د کرونا وبا د درملنې اسانتياوې لري.

د اګست په نیمايۍ کې چې طالبانو افغانستان نيولی د افغانستان د دولتي خرچو درېمه برخه به د نورو هېوادونو او نړيوالو مرستو پوره کوله، او نړيوالې مرستې د افغانستان د ټول پېداوار 43 سلنه (فيصده) جوړېدې او دغه لړۍ د دوه لسيزو راهسې روانه وه.

خو د طالبانو حکومت چې نړۍ په رسميت نه دی پېژندلی له امله يې د افغانستان نړيوالې اثاثې تړل شوي دي. امریکې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د امریکې به بېنکونو کې د افغانستان نهه نيم اربه ډالره تړلي دي.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري بحران خبرداری ورکړی دی.

د جي ـ 20 د غونډې وروسته د اټلي وزيراعظم ویلي تر ټولو لومړی به په افغانستان کې د بشري بحران قابو کولو دپاره کار کول وي.

هغه ويلي په غونډه کې د افغان کډوالو د مرستو سره په دې خبره وشوه چې افغانستان بیا د ترهګرو ځاله جوړه نه شي د دې د مخنيوي دپاره ګامونو پورته کول اړين دي او نړيوالو مشرانو په دې خبره ټینګار وکړو چې په افغانستان کې په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو او تعليم ته د رسايي دپاره دې اقدامات وشي.

هغه زياته کړې چې طالبانو ته د فنډونو ورکولو په ځای به د پېسو ورکولو دپاره داسې طريقه جوړول وي چې د اقتصادي تباهۍ مخه ونيول شي.

هغه دا هم ويلي چې د طالبانو د حکومت په رسميت منلو هیڅ امکان نشته ځکه چې د طالبانو په حکومت کې 17 کسان داسې دي چې نومونه يې د ترهګرو په نړيوال نوملړ کې شامل دي.

XS
SM
MD
LG