لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ای اې د ټکټ د ګرانۍ پر سر د طالبانو تر خبرداري وروسته کابل ته خپلې الوتنې وځنډولې


واشنګټن ـــ د پاکستان هوایي شرکت پي ای اې وایي د اسلام آباد او کابل تر منځ پروازونه یې د امنیتي ویرو له وجې تر نامعلومه مودې پورې ځنډولي دي. په افغانستان کې طالبانو له پي ای اې غوښتي وو کابل ته خپل ټکټونه دې د مخکې غوندې کم کړي.

روېټرز خبري ایجنسۍ نن د پي ‌ای ‌اې د ویاند عبدالحفیظ له خولې ویلي، کابل ته ‌یې الوتنې له دې کبله ځنډولې چې وایي طالب چارواکو په خپله خوښه د اصولو بدلولو" او د دوی د کارکوونکو د ځورولو په شمول د دوی په چارو کې ډېره لاسوهنه کوله.

په پاکستان باندې وړاندې نه دا تنقید روان وو چې په افغانستان د طالبانو له قبضې پس یې د کابل د پاره د هوایي سفر کرایه درې سوه فیصدي سېوا کړې وه چې د عامو خلکو په وس نه وه.

پي‌ ای ‌اې په اوس وخت کې یواځینۍ نړیواله کمپنۍ ده چې کابل ته یې پروازونه کول، خو په وروستیو ورځو کې یې کابل ته خپل ټکټونه چې په عامو حالاتو کې له 120 تر 200 ډالره پورې وو له پینځلس تر دوه زره ډالره پورې زیات کړي وو.

د پي ای اې ویاند وایي پر افغانستان د طالبانو له واک وروسته پي ای اې تر درې زره زیات کسان له کابله ایستلي وو چې وایي په هغوی کې د ملګرو ملتونو، نړیوال بېنک ای ایم ایف او بهرنیو رسنیو کسان شامل وو.

وي او اې ډیوه د پي ای اې له ویاند عبدالحفیظ څخه پوښتنه وکړه چې دوی د کابل او اسلام اباد تر منځ کرایې ولې درې سوه فیصده زیاتې کړې وې، نوموړي په جواب کې وویل په افغانستان کې امنیتي حالات داسې نه دي چې عادي الوتنې جاري وساتي:

"د افغانستان له خوا پر موږ دا تنقید کېږي چې د پي ای اې ټکټ د افغانستان تر کام اېر شرکت زیات دی، وجه یې دا ده د پاکستان پروازونه یو جنګ ځپلي هېواد ته ځي،‌ ځکه نو په دې زموږ زیات خرڅ راځي".

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ټرانسپورت وزارت د پي ای اې او کام اېر هوایي شرکتونو ته خبرداری ورکړی وو که د کابل او اسلام‌اباد تر منځ ټکټونه پر کابل د طالبانو تر واکمنۍ مخکې کچې ته راټیټ نه ‌کړي د دوی پر الوتنو به بندیز ولګوي.

کابل ته د پاکستان د هوایي شرکت پي ای اې الوتنې په داسې وخت کې ځنډېدلې دي چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته پاکستان د دې هېواد لپاره له نړۍ د مرستو غوښتنه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG