لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې د نوي امریکايي کونسل جنرل پښتنو ته په پښتو کې پېغام


په پېښور کې د امریکا نوي کونسل جنرل رچرډ رايلی پښتنو ته په پښتو کې پېغام ورکړی، وايي د هغه دپاره د خوشالۍ خبره ده چې دې ښکلې منطقې ته يو ځل بيا د کار کولو دپاره راغلی دی.

نوموړي په يو ويډيوي پېغام کې ويلي، غواړي چې د خېبرپښتونخوا د تاريخ او کلتور نه ځان خبر کړي، هغه ويلي د هغه دپاره د وياړ خبره ده چې په خېبرپښتونخوا کې د امریکايي اولس نمايندګي کوي.

رچرډ رايلی ويلي هغه په دې خبره باور لري چې امریکا او پاکستان ګڼ شريک اهداف لري چې پکې د کرونا وبا (کوېډـ 19) خلاف مبارزه، چې پکې امریکايي اولس پاکستان ته د 15 ملينه نه زيات د کرونا ويکسين ويړيا ورکړي دي او تمه لري چې دغه د ژوند بچ کولو ويکسين هر پاکستاني ته ترلاسه شي او په شريکه دا وبا ختمه کړی شي.

امریکايي کونسل جنرل زياته کړې خپل پام به د چاپيريال د بحران د مخنيوي په شان مهمې مسلې، د بشري حقونو مرستې، په خېبرپښتونخوا کې د ثبات، امنیت او سوکالۍ پله ګرځوي.

هغه ویلي د پاکستان د حکومت سره به د ترقۍ او پرمختيا په پروژو کار کوي، کوموته چې د يو اېس اې ايي ډي او امریکا سفارتي ماموریت د نورو برخو څخه ورته فنډونه ورکړی کيږي.

نوموړي زياته کړې د دغو پروژو د لارې به په خېبرپښتونخوا او په ځانګړي ډول په صوبه کې نوو شاملو شوو قبايلي ضلعو کې د خلکو په ژوند کې د بدلون دپاره په شريکه خپله همکاري جاري ساتي.

هغه تمه څرګنده کړې چې د خېبرپښتونخوا په دغه سفر کې به د ډېرو خلکو سره وويني، او خلکو ته يې پېغام ورکړی چې د دوی سره د ټولنيزو رسنيو د لارې په تماس کې اوسي، د يو بل سره بحثونه وکړي او د يو بل نه زده کړې وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG