لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: ملتپالو سياسي مشرانو د پښتنو په ضد وینا باندې پر عمران خان نیوکې وکړې


پېښور ـــ په پيښور کې تېره شپه د مذهبي ګوند جميعت علماء اسلام «ف» له خوا په جوړه شوې غونډه کې د دغه ګوند تر څنګ د پښتون ملتپاله ګوندونو مشرانو هم ګډون کړی او د حکومت پر داخله او خارجه چارو يې نيوکې کړې دي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي وويل د پښتنو پرضد دا ویناوې کېږي چې پښتانه ترهګر دي خو وایي "ټول پښتون او افغان قام ته به يو موټی کېدل وي چې نړۍ ته دا ثابت کړو چې موږ ترهګر نه يو".

د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو هم د عمران حان په دغه وینا نيوکې وکړې چې پکې يې پښتانه د ترهګرو ډلو سره تړلي. ښاغلي شېرپاو وويل د عمران خان په مرکو کې دغه ډول وینا د پښتون قام د دښمنۍ په اساس ده:

"دغه د شرم ډکه وېنا ده چې پکې وزير اعظم پښتون قام ترهګر بللی".

افتاب شېرپاو ووېل په درغليو راغلی حکومت د ولس دښمن دی،‌ ځکه نن په دې هېواد کې خلک د ګرانۍ سره مخ دي.

دغې غونډې ته د وینا په مهال د ياد مذهبي ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وويل د تحريک انصاف ګوند حکومت د ناکامه تګلارې په نتيجه کې د هېواد معيشت او اقتصاد د مځکې لاندې شوی او د پرمختګ کچه یې د صفر څخه هم لاندې پرېوتې ده.

نوموړي وويل دا وخت هېواد تش په پورونو روان دی او ولس د ګرانۍ سره مخ دی.

ياده دې وي دغه غونډه د جميعت علما اسلام له لوري د مفتي محمود په نوم جوړه شوې وه او دغه ياد ګوند چې په هېواد کې د تحریک انصاف د حکومت په اختلاف کې دی خو د څېړونکو په وینا د افغانستان په اړه بیا د دې ګوند دريځ او د حکومت تګلاره يو ډول ده.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG