لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مریم نواز: عمران خان پوهېږي که جنرل فیض حمید لرې کړي حکومت به یې ختم شي


اسلام اباد ـــ د لوی اپوزیشن ګوند پاکستان مسلم لیګ نواز مرستيالې صدرې مريم نواز تور پورې کړی چې وزيراعظم د ای ايس ای مشر جنرل فيص حميد د خپلو ګټو د پاره کاروي او وایي عمران خان ته پته ده که چېرې هغه د خپلې څوکۍ نه لرې شو نو د ده حکومت به په يوه ورځ کې نسکور شي.

د شنبې- خالي په ورځ د پنجاب په فيصل اباد کې د پاکستان ډيموکريټک موومنټ يوې ولسي غونډې ته پخپله وينا کې د پوځي افسرانو د وروستیو تبدیلیو په اړه وویل، چې دا تبدیلۍ وزیراعظم نه بلکې "پېریان" یې کوي.

مریم نواز شریف د ای ایس ای د مشر جنرل فیض حمید له نوم اخیستلو پرته وویل، چې عمران خان د یوې استخباراتي ادارې مشر پر خپله څوکۍ د ساتلو په خاطر غواړي خپل حکومت و ژغوري. مریم نواز د ای ایس ای پر مشر هم کلک تورونه ولګول:

"هغه کس چې ستا څوکۍ ژغوري، هغه کس چې ستا حکومت چلوي، هغه کس چې ستا مخالفین نیسي او وهي یې، پر ججانو فشار اچوي، د عدلیه څېره داغداره کوي، خبریالان تښتوي او ژبه یې ور بندوي او له نوکریو یې باسي، هغه کس چې ستا لپاره چېنلونه بندوي، هغه کس چې ستا لپاره ډبې پورته کوي او انتخابات غلا کوي".

د پاکستان استخباراتي ادارې او پوځ د مریم نواز دغو تورونو ته په سمدستي توګه جواب نه دی ویلی، خو مخکې یې په حکومتي چارو او سیاست کې د لاسوهنې او پر رسنیو د فشار تورونه رد کړي دي.

مريم نواز په وزير اعظم عمران خان باندې د ملکي ادارو د کمزوري کولو، د ګرانۍ او بې روزګارۍ په مخیوي کې د پاتې راتلو نيوکې وکړې.

مریم نواز په ولس غږ وکړ چې د خپل قسمت د بدلولو د پاره دې را پاڅي او د دې حکومت نه دې ځان خلاص کړي. مریم نواز د عمران خان د بهرنۍ پالیسۍ په اړه په طنزیه انداز وویل:

"د ده [عمران خان] بهرنۍ پالیسي څه ده، چې مودي زما ټیلیفون ته جواب نه وایي او بایډن ماته ټیلیفون نه کوي".

وزير اعظم عمران خان او حکومتي وزيران اکثر وایي چې د پي ډي ايم زور ختم شوی او د پي ډي ايم مشران د دوى پر ضد د احتساب د درج شویو مقدمو د ختمولو د پاره د حکومت د بليک مېل کولو هڅه کوي.

مريم نواز وویل چې ملک په اقتصادي توګه ډېر ښکته راغلی، غير ملکي سرمايه کاري د نشت برابر ده او د حکومت د خرابې سفارتکارۍ له وجې پاکستان نن په نړۍ کې يواځې پاتې شوی دی.

غونډې ته د پي ډي ايم مشر مولانا فضل الرحمان وویل چې مخالفه ګوندونه د حکومت نه حساب غواړي او دوى د دې نه وړاندى هم د پوځي آمرانو او د دوى د پلويانو مقابله کړې ده.

مولانا وویل چې هيواد په ایيني او اقتصادى توګه کمزوری کړی شو، پارليمان غير مستحکمه کړی شو او د خلکو څه ګناه ده چې ورباندې ظلم کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG