لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: په وسله وال بريد کې يو امنيتي سرتيری وژل شوی


افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د امنیتي سرتیرو په یوه پوسته وسله وال بريد شوی، چې پکې د پاکستان یو عسکر وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

د سیمې نه امنیتي سرچینو دا پیښه تایيد کړې او وایي برید د شمالي وزیرستان شېوه تحصیل کې د حمید نومې امنیتي سرتیرو په پوسته شوی دی.

لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) تيره شپه د دغه بريد زمه واري منلې او ويلي يې وو په شېوه کې يې د امنیتي سرتیرو په پوستو برید کړی او د پینځه سرتيرو د وژلو دعوه يې کړې وه.

دې سیمې ته د میډیا رسد نه کیږي چې کره او د ازادو سرچينو څخه مالومات ترلاسه کړي.

دا بريد په داسې حال کې شوی چې په لومړي اکتوبر د ترکي له ټي آر ټي ورلډ ټیلي ويژن سره په مرکه کې عمران خان ويلي وو"د ټي ټي پي مختلفې ډلې دي چې په هغوی کې ځینې یې غواړي د سولې لپاره زمونږ له حکومت سره خبرې وکړي. مونږ له دوی سره په خبرو اخته یو، دا د روغې جوړې او پخلاینې مرحله ده".

له عمران خان څخه پوښتنه شوې چې له پاکستاني طالبانو به غواړي چې وسلې کښېږدي؟، ده یې په جواب کې وویل "هو، بیا به مونږ دوی وبخښو او دوی به عادي وګړي شي".

خو د عمران خان د بیان وروسته ټي ټي پي د مذاکراتو خبرونه رد کړي وو. او پاکستاني مطبوعاتو ويلي وو د حافظ ګل بهادر ډلې د 20 ورځو ډز بندي اعلان کړې ده

امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي تیره شپه د شمالي وزیرستان په شېوه سیمه کې وسله والو د امنیتي سر تیرو په پوسته برید کړی چې تر ډیر ساعت د امنيتي ځواکونو او وسله وسله والو تر مینځه نښتې دوام لرلو او د امنیتي سرتیرو ځوابي ډزو کې دا برید په شا تمبول شوی دی.

سرچينو ویلي د ډزو په پیښه کې د پاکستان یو عسکر سیف الله مړ او دوه نور عادل او نجیب ټپي شوي دي. چې په علاقې کې نیږدې پوځي روغتون ته وړل شوي.

يو امنيتي چارواکي ويلي د ډزو وروسته امنیتي سرتیري د پیښې ځایې ته رسېدلي او لټون عملیات یې پېل کړي دي خو د ډزو په پایله کې وسله والو ته اوښتي زیان معلومات یې نه دي تر لاسه کړي او نه يې تر اوسه څوک نيولي دي.

د روانې د اکتوبر په میاشت کې یوازې په شمالي وزیرستان کې په امنیتي سرتیرو د برید کولو دا څلورمه پېښه ده. چې پکې اته پاکستاني عسکر وژل شوي.

دغه بریدونه د شمالي وزیرستان شیوا سپن وام او ګړیوم سیمو کې شوي دي او دغه پیښو زمه داري لا قانونه ګرځول شوې دپاکستاني طالبانو ډلې منلي دي.

د ناامنۍ په دې تازه پېښه وایس اف امریکا ډیوه د سیمې پولیس او انتظامیه سره د رابطې هڅه کړې خو څه ځواب ورته نه دی ترلاسه شوی.

په دې وروستیو کې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې په امنیتي سرتیرو بریدونو او د هدفي وژنو پېښو کې اضافه شوې ده.

په دوېم اکتوبر د پاکستان پوځ ویلي، د شمالي وزیرستان په سپين وام علاقه کې د ترهګرو په بريد کې څلور د فرنټير کروپس يا اېف سي ځواک څلور او يو د ليويز ځواک سرتیری وژل شوي وو.

په وروستيو کې د تازه پېښو په اړه دعلاقې پولیسو ویلي وو دا تازه د بدامنۍ چې کومې پېښې کيږي دا د افغانستان سره پولې ته نزدې غرييزې ځنګلي علاقې دي اود کله نه چې دا سیمې صوبه کې شاملې کړې شوي دي د تیرو په پرتلا حالات پکې ښه شوي دي.

په وزیرستان کې وسله وال بريدونه په داسې حال کې چټک شوي چې په 15 اګست طالبانو کابل او نور سیمې نیولې او څیړونکي وايي د زندانو نه یې سلګونو شمیره د پاکستاني طالبانو بندیان خوشي کړي.

په پیښور کې د شمالي وزیرستان وتلې خبریال ناصر داوړ وايي د اوسنی بریدونه دا په ګوته کوي چې وسله وال د تیرو په پرتلا زیات منظم دي.

دا بريدونه تر هغه وروسته سیوا شوي چې لاقانونه ګرځولې شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان مشر مفتي نور ولي مسيد د جولایې په 28 د امریکا خبري ادارې سي این این ته ويلي وو د پاکستان د امنیتي ادارو پرضد جنګيږي او زياته کړې يې وه چې د پاکستان قبايلي ضلعې به ونيسي او خپلواکه به يې کړي.

د پاکستان پوځ وخت په وخت تکرار کړې چې د ناامنېۍ پرضد یې پراخه عملیات کړي او دعوي کوي د عملیاتو په پايله کې يې د وسله والو ملا ماته کړې خو بیا هم په علاقه کې د ناامنۍ پېښې دوام لري، چې پکې په امنیتي سرتيرو بريدونه او عامو خلکو هدفي وژنې کيږي.

په پاکستان کې په وروستيو میاشتو کې د بدامنۍ د رامنځته کېدونکو پېښو په اړه د پوځ د مطبوعاتو د ادارې ايي ایس پي آر مشر بابر افتخار په (17 جولايۍ) د پاکستان له یو شخصي ټیلیویژن 92 نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ويلي يې وو "ښکاره خبره ده وروستۍ پېښې بلې غاړې (افغانستان لوري) ته له روانو حالاتو سره تړلې دي، دا وخت زمونږ د عملیاتو په نتیجه کې په پاکستان کې هیڅ د ترهګرو منظم نیټ ورک نشته.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG