لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د بهرنيو چارو پخوانی وزير کولن پاول مړ شوی


د امریکې پخوانی لومړی تور پوستی د بهرنيو چارو وزير او د ګډو ځواکونو مشر جنرل کولن پاول د 84 کلونو په عمر کې د ګل/ دوشنبې په ورځ د کرونا له امله مړ شوی دی.

د کولن پاول کورنۍ په فېس بک د هغه د مړينې خبر ورکړی، چې يو مينه کوونکی خاوند، پلار، نيکه او ښه امریکايي يې د لاسه ورکړو. کورنۍ يې ویلي، پاول پوره ويکسين لګولي وو.

کولن پاول د پخواني ريپبلکن صدر جورج ډبليو بش په وخت کې د کال 2001 نه تر کال 2005 پورې لوړی سفارتکار پاتې شوی وو.

بش او مېرمن يې د پاول په مړينه د خفګان څرګندونه کړې ده.

بش ويلي، هغه يو لوی عامه خدمتګار (عظيم ملازم) وو، د وېتنام په جګره کې يې د سپاهي په توګه برخه اخستې، ډېرو ولسمشرانو د هغه په تجربه او مشوره تکيه (انحصار) کړې، هغه د ولسمشرانو خوښ وو او دوه ځله يې د ازادۍ مېډال ګټلی وو، هغه په ملک دننه او بهر درناوی لرلو.

صدر بايډن د پاول په اړه ويلي، هغه بې ساری عزتمند او وطن سره مینه لرونکی وو.

بايډن ويلي، کولن يو غوره فکر لرونکی جنګيالی او سفارتکار وو، هغه د قوم د پیاوړيتوب او امنيت ته په هر څه لومړيتوب ورکوو، هغه په جنګونو کې د جګړې سره، په دې ښه پوهه لرله چې يواځې جګړه د سولې او سوکالۍ دپاره کافي نه ده.

پخواني صدر باراک اوباما کولن پاول ته د عقيدت پيرزونې وړاندې کړي او ويلي يې دي، جنرل کولن پاول په دې پوهه لرله چې د ملک دپاره څه ښه دي او په ژوند يې د هغې دپاره ځان ستړی کړی دی.

د دفاع وزیر لوېډ اسټن ویلي، دا ممکنه نه ده چې د هغه ځای بل څوک پوره کړي، نوموړي پاول ته شخصي دوست او خپل لارښود ويلي دي.

کولن پاول په 35 کلنۍ کې د پوځ (فور سټار) جنرل جوړ شوی او د جارج ډبليو بش په وخت کې د کال 1989 نه د 1993 پورې د ګډو ځواکونو مشر پاتې شوی وو، هغه د کال 1987 نه 1989 پورې د صدر رونلډ رېګن په وخت کې د ملي امنیت سلاکار هم پاتې شوی وو.

کولن پاول دوه لسيزې مخکې د امریکې په غټو جګړو کې مهم رول ترسره کړی وو.

په 1991 کې چې هغه د پوځ لوړ پوړی مشر وو، مشر بش د هغه په مشرۍ کې د عراق د ګاونډي هېواد کوېت نه د پوځ ويستلو امر کړی وو.

په کال 2003 کې چې هغه د ملک لوړ پوړی سفارتکار وو، پاول په ملګرو ملتونو کې د عراق پرضد د امریکې د جګړې په حق کې دعوه کړې چې صدام حسېن په غټه کچه تباهي جوړونکې وسلې راټولې کړي چې پکې کيميايي وسلې هم شاملې دي او دا د نړۍ امن ته ګواښ دی.

پاول ویلي وو په دې کې شک نشته چې د صدام حسېن سره بيالوجېکل وسلې شته او وړتيا لري چې نورې دغه ډول وسلې جوړې کړي.

خو په ستمبر کال 2005 کې يې منلې وه چې د هغه د ملګرو ملتونو وېنا ناسمه او د امریکا د استخباراتو د ناکره مالوماتو په اساس وه.

هغه په ټيلي ويژن مرکه کې ویلي وو، په عراق د امریکا د حملې ملاتړ به د هغه په ريکارډ کې يو داغ وي، ځکه چې امریکا په عراق کې په لويه کچه د تباهۍ خورولو وسلې نه وې ترلاسه کړې.

هغه ويلي دا به د هغه د ريکارډ برخه وي او دغه دردونکې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG