لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خليلزاد د خپلې څوکۍ څخه استعفا ورکړې


د افغانستان دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د خپلې څوکۍ څخه استعفا ورکړې ده، دا په داسې حال کې چې د امریکايي ځواکونو د افغانستان نه د وتلو دوه مياشتې لا نه دي پوره شوي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د ګل/ دوشنبې په ورځ د خليلزاد د بهرنيو چارو د وزارت پرېښودو اعلان کړی او ویلي يې دي د هغه ځای ناستی به د هغه مرستیال تهومس ويسټ وي.

بلينکن ویلي، د خليلزاد مننه کوي چې په لسيزو يې د امریکايانو خدمت کړی دی.

خليلزاد د تيرو درېو کلونو نه د صدر جوبايډن او پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په وخت کې د افغانستان دپاره د امریکا ځانګړی استازی پاتې شوی دی.

له دې وړاندې هغه د پخواني صدر جارج ډبليو بش په وخت کې په ملګرو ملتونو، عراق او افغانستان کې سفارتکار پاتې شوی وو.

خليلزاد چې په افغانستان کې زېږېدلی، په کال 2018 کې د طالبانو او د افغان حکومت سره پېل شوو خبرو په عمل کې د نيوکو سره مخ پاتې شوی دی.

نوموړی په دې کې پاتې راغلی چې په افغانستان کې يې د افغان حکومت او طالبانو د شريک واک حکومت جوړ کړی، خو د کال 2020 د فرورۍ په مياشت کې يې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون کړی د کوم په پايله کې چې امریکا د افغانستان نه سرتیري ويستلي دي.

امریکايي پوځ چې روان کال د افغانستان څخه وتلو، طالبان په تېزۍ سره د افغانستان ښارونه نيول او اخر چې د امریکا ملاتړی افغان حکومت د مينځه لاړ او طالبان په واک کې راغله.

بلينکن ته په خط کې خليلزاد منلې چې د دې جوګه شوی نه دی چې د طالبانو او د امریکا د ملاتړي افغان حکومت شريک واکمن حکومت يې جوړ کړی وی.

هغه ليکلي، "د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ سياسي جوړ جاړی هغه شان په مخ لاړ نه شو څنګه چې اټکل شوی وو ".

هغه ویلي، "د دې دليلونه پېچلي دي او په راتلونکو ورځو او اوونيو کې به په دغه اړه خپل نظر شريک کړي ".

خو نوموړي د دې دفاع کړې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ يې تړون کړی او زياته کړې يې ده د طالبانو په واک کې راتلل د دغه تړون نيمګړتيا نه وه.

هغه دا هم ويلي چې طالبانو منلې وه چې د افغان حکومت سره به په شريک واک خبرې کوي او تل پاتې اوربند به کوي، دغه رنګ په امریکايي پوځ به بريدونه نه کوي او د تړون په پايله کې به امریکا په 14 مياشتو کې د افغانستان نه ځواکونه اوباسي.

خليلزاد ویلي، دا مناسب وخت دی چې هغه خپله دنده پرېږدي په داسې وخت کې چې امریکا د افغانستان دپاره نوې پاليسۍ ته داخليږي.

د کولمبيا پوهنتون پخوانی پروفېسر زلمی خليلزاد هغه وخت د امریکا د کارټر انتظاميې برخه جوړ شوی وو چې کله امریکا د سویت پرضد جګړه کې د افغان مجاهدينو ملاتړ پېل کړی وو.

XS
SM
MD
LG