لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: د دوو وژل شویو ماشومانو مړي تر نهه ورځني احتجاج وروسته ښخ کړای شول


کوټه ـــ د بلوچستان د کېچ ضلعې د هوشاب سیمې د دوو وژل شویو ماشومانو مړي د پرلت تر ختمېدو وروسته نن خپلې سیمې پر ځای د کوټې د نيوکاهان هزارګنجي "د بلوڅو شهیدانو" په نوم علامتي هدیره کې خاورو ته وسپارل شول.

د شپږکلنې شراتون او د دې د ورور اته کلن الله بخش مړي چې په کومه هدیره کې ښخ کړای شول په دې کې د بې درکه بلوڅانو او په بېلابېلو پوځي عملياتو کې د وژل شویو کسانو اصلي او علامتي قبرونه هم دي.

د نهې- سه شنبې په ورځ ګڼ شمېر بلوڅ زده کوونکو نجونو ددغو ماشومانو جنازې راوړې، دوی پر دې مهال د «بلوڅه ستا په وینو به انقلاب راځي» شعارونه ورکول او د بلوڅانو "قامي ترانې" یې هم ویلې.

دوی نهه ورځې د دغو ماشومانو له مړیو سره احتجاج وکړ، دوې ورځې د تربت پر فدا چوک، شپږ ورځې په کوټه کې او یوه ورځ یې پر لاره شوې وه.‌ وړمه ورځ یې ګواښ کړی وو که یې غوښتنې ونه منل شي احتجاج به اسلام اباد ته وغزوي.

خو د اکتوبر پر 17مه د بلوچستان سنېټر کامران مرتضی د وټسپ له لارې د بلوچستان هایکورټ رجسټرار ته په دې اړه لیک لېږلی وو، هغه چیف جسټس ته سپارلی وو چې بیا عدالت دغه لیک په درخواست بدل کړ.

عدالت دا د فکر وړ خبره ګڼلې وه چې وایي ښځې او ماشومان شپه او ورځ په ډېر يخ کې له مړو سره پرلت کوي او غوښتنې یې نه منل کېږي. بیا عدالت وړمه ورځ د ضلع کېچ د ډپټي کمیشنر، اسسټنټ کمیشنر او د نایب تحصیلدار د معطلۍ امر وکړ او د دوی په ضد یې د انتظامي کاروایۍ امر وکړ.

عدالت د مکران په ترهګرۍ ضد تاڼه کې د ملېشه ځواکونو په ضد مقدمه هم درج کړه. عدالت وایي وژل شوي خور او ورور دې شهیدان اعلان کړل شي او د ټپي شوې 6 شپږ کلنې مسکان د علاج لپاره دې نغدې پيسې ورکول شي.

د دغو وژل شویو ماشومانو نیکه سردو بلوڅ وي او اې ډیوه ته وويل دغو ماشومانو د اکتوبر پر 10مه له کور سره نیژدې لوبې کولې، وایي په همدې مهال د ملېشه ځواکونو له خوا ویشتل شوی توغندی پر دوی ولګېد او درې واړه ټپیان شول چې روغتون ته وړلو وروسته دوو ماشومانو ساه ورکړه.

خو د بلوچستان د ملېشه ځواکونو سرچینو دغه تور رد کړی دی چې ګوندې دغه ماشومان د دوی په توغندیو وژل شوي دي،‌ وایي ملېشه ځواکونو هیڅ توغندی نه دی ویشتلی او نه یې ثبوت شته.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG