لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خليلزاد: افغانان مخې ته سترې ننګونې لري


د افغانستان د روغې جوړې د عمل دپاره د امریکا ځانګړي استازي د خپلې دندې څخه د ګوښه کېدو ترڅنګ ويلي، "امریکايي ځواکونه وتلي، او د متحدو ایالتونو لپاره جګړه ختمه شوې ده، خو دا وروستی څپرکی ندی. د اقتصاد او امنیت په ګډون، افغانان مخې ته سترې ننګونې لري".

خليلزاد په ټویټر ويلي، وياړي چې د امریکايانو خدمت يې کړی او زیاته کړې يې ده، "زه په افغانستان او پراخې سیمې کې د سولې او سوکالۍ د شونتیا لپاره ژمن پاتي‌ یم. دا هغه څه دي چې افغانانو یې تر40 کالو ډیر ارمان کړی دی. متحده ایالتونه له دوي سره دي".

نوموړي د هغه په دنده بل ټاکل شوي چارواکي ته هرکلی کړی او د خپلو همکارانو مننه يې کړې ده.

د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د ګل/ دوشنبې په ورځ د خليلزاد د بهرنيو چارو د وزارت پرېښودو اعلان کړی او ویلي يې وو د هغه ځای ناستی به د هغه مرستیال تهومس ويسټ وي.

بلينکن ویلي وو، د خليلزاد مننه کوي چې په لسيزو يې د امریکايانو خدمت کړی دی.

خليلزاد په داسې حال کې د خپلې دندې څخه استعفا ورکړې چې د طالبانو په افغانستان کې په واک کې د راتلو وروسته دوه مياشتې لا نه دي پوره شوي.

خليلزاد د تيرو درېو کلونو نه د صدر جوبايډن او پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په وخت کې د افغانستان دپاره د امریکا ځانګړی استازی پاتې شوی دی.

له دې وړاندې هغه د پخواني صدر جارج ډبليو بش په وخت کې په ملګرو ملتونو، عراق او افغانستان کې سفارتکار پاتې شوی وو.

خليلزاد چې په افغانستان کې زېږېدلی، په کال 2018 کې د طالبانو او د افغان حکومت سره پېل شوو خبرو په عمل کې د نيوکو سره مخ پاتې شوی دی.

بلينکن ته په خط کې خليلزاد منلې چې د دې جوګه شوی نه دی چې د د طالبانو او د امریکا د ملاتړي افغان حکومت شريک واکمن حکومت يې جوړ کړی وی.

د کولمبيا پوهنتون پخوانی پروفېسر زلمی خليلزاد هغه وخت د امریکا د کارټر انتظاميې برخه جوړ شوی وو چې کله امریکا د سویت پرضد جګړه کې د افغان مجاهدينو ملاتړ پېل کړی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG