لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: د وزیراعلی پر ضد د بې اعتمادۍ تحریک، خو هغه وایي استعفی نه ورکوي


کوټه ـــ د بلوچستان په واکمن ګوند کې تر اختلافاتو او د اپوزیشن ګوندونو له خوا تر سختو نیوکو وروسته د اسمبلۍ 33 غړو د اکتوبر پر 19مه د وزیراعلی جام کمال پر ضد د بې باورۍ رایه ورکړہ.

د جام کمال پر ضد د بې اعتمادی تحریک د جام کمال خپلو ګوندي خفه غړو راوړی او د اپوزیشن غړو یې حمایت وکړ.

د بلوچستان عوامي ګوند د ځینو غړو تر څنګ عوامي نېشنل ګوند، ھزارہ ډیموکرېټک ګوند او د پاکستان تحریک انصاف ګوند د جام کمال د ملګرتیا ژمنه کړې دہ.

د جام کمال پر ضد د باپ ګوند د خفه غړو ملګرتیا د اپوزیشن ګوندونو “جمیعت علما اسلام، بي این پي مېنګل، بي این پي عوامي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پاکستان پیپلز ګوند او یوہ ازاد غړي کړې دہ.

د سپیکر قدوس بزنجو په مشرۍ د بلوچستان اسمبلۍ په غونډہ کې د بې اعتمادۍ تحریک د بلوچستان عوامي ګوند غړي سردار عبدالرحمان کېتراڼ وړاندې کړ. د تحریک د وړاندې کولو پر وخت کېتراڼ وویل:

د جام کمال ضد دغه ګام اخیستلو ته ځکه اړشو چې جام کمال په ایالت کې د امنیت په راوستلو، د خلکو د ستونځو په حل کولو، خلکو ته په روزګار ورکولو، د ایالتي اسمبلۍ غړو په فنډونه ورکولو او له اسلام آباده د بلوچستان د حق په راوړلو کې ناکامه شوی”.

په ننۍ غونډہ کې له 65 شپیتو غړو څخه 57 د تحریک د وړاندې کولو پر وخت د اسمبلۍ په تالار کې موجود وو.

د واکمنې بلوچستان عوامي پارټۍ (باپ) له څورلس خفه غړو څخه پینځه غړي لالا رشید بلوچ، اکبر اسکاني، لیلا ترین، ماہ جبین شېران او بشرا رند د تحریک د وړاندې کېدو پر وخت موجود نه وو.

د تحریک وړاندې کوونکو او د اپوزیشن غړو د غېرحاضر غړو تور په حکومت پورې کړاو ویې ویل چې حکومت د ھغو غړو مخه په زورہ نیولې او غونډې ته نه دي پرېښوول شوي.

جام کمال خان او د ھغه حکومتي ملګرو دا تورونه رد کړل. د جام کمال ملګري او د ایالتي اسمبلۍ غړي طارق مګسي له رسنیو سرہ په خبرو کې وویل نننۍ رایې ارزښت نه لري. د مګسي په خبرہ "د مقابلې اصل ورځ د ووټ ورځ دہ".

د بلوچستان وزیراعلا جام کمال د بې اعتمادۍ د تحریک په اړہ په غونډہ کې د خپلې وینا پر مھال وویلد بې اعتمادۍ تحریک د سیاسي او جمهوري عمل برخه دہ”۔

د جام کمال په خبرہ اوس ھم استعفی نه ورکوي او چې یواځې دوہ غړي ورسرہ پاته شي ھم د ووټ تر ورځې به مقابله کوي.

د اسمبلۍ سپیکر قدوس بزنجو د روانې میاشتې پر 25مه د دوشنبې- ګل په ورځ 11 بجې د اسمبلۍ بله غونډہ را وغوښته. په دې غونډہ کې به د اسمبلۍ له غړو څخه د وزیراعلی په ضد د بې اعتمادۍ پر تحریک حتمي رایې اخیستل کېږي.

که په دغه غونډہ کې د جام کمال پر ضد 33 یا تر 33 زیاتو غړيو رایې ورکړې جام کمال به نور د بلوچستان وزیر اعلی پاته نه شي.

خو که د جام کمال پر ضد تر 33 کمې رایې واچول شي نو ھغه به پر خپله چوکۍ پاته وي او د قانون له رویه تر را روانو شپږ میاشتو پورې به د ھغه پر ضد د بې اعتمادۍ بل تحریک نه شي راوړل کېدای.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG