لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اې پي ایس ماشومانو کورنیو له سپریم کورټ غوښتي دوی ته دې انصاف ورکړي


اسلام اباد ـــ د پېښور د آرمي پبلک سکول په پېښه کې د وژل شویو ماشومانو مور پلار د هغه وخت اعلی سېول او پوځي قيادت د دې خونړي پېښې ذمه وار ګڼلي او د سپريم کورټ نه یې غوښتنه کړې د دوى پر ضد دې مقدمه درج کړي او ذمه وارو ته دې سزاګانې ورکړي.

د شورو- چارشنبې په ورځ د دې قضیې د ازخود نوټس د اورېدنې په مهال د وژل شویو ماشومانو ميندو او پلرونو سپريم کورټ ته خواست وکړو چې د هغه وخت د پوځ مشر جنرال راحيل شريف، د ای ایس ای مشر ظهير الاسلام، د داخله چارو مرکزى وزير چودري نثار او وزیراعلی پروېز خټک په ضد دې مقدمه درج شي.

د لواحقينو له خوا په ورکړل شوي فهرست کې د هغه وخت د پېښور کور کمانډر لېفټیننټ جنرل هدايت الرحمان او د کورنیو چارو د سيکرټرى اختر شاه نومونه هم شامل دي.

د اورېدنې په مهال جسټس مظهر عالم مياخيل پخپلو څرګندونو کې وویل چې د دې پېښې ذمه وارو ته خو د مرګ سزا شوې ده او څه يې په موقعه باندې وژل شوي وو.

دې ته په ځواب کې د يو وژل شوي ماشوم مور عدالت ته وویل چې کوم وژل شوى وو هغه خو ترهګر وو خو منصوبه جوړوونکي اوس هم ژوندي دي او دوی غواړي دې خلکو ته سزا ورکړل شي چې دغه رنګ نور ماشومان شهيدان نه کړی شي.

د وژل شوي ماشوم مور وایي" مونږه صرف د ماشومانو د وينې بدل غواړو". دوى وویل چې د دې پېښې پلټونکي عدالتي کمېشن هم د دې پېښې وجه د امنیتي ادارو ناکامي ګڼلې وه.

جسټس مظهر عالم وویل چې د امنیتي ادارو د ناکامۍ له وجې ټول هيواد اغېزمن کېږي، تر دې دمه په زرګونو خلک مړه شوي او رياست ګني که څوک ذمه وار پاتې وي نو په ضد دې یې کاروایي وشي.

عدالت د وژل شویو ماشومانو د کورنیو په غوښتنه د ضروري اقداماتو امر ورکړو او اټارني جنرل یا سرکاري وکیل ته یې وویل چې په دوو اوونیو کې په ذاتي توګه عدالت د شویو اقداماتو نه خبر کړي.

وروسته عدالت د دې قضيې اورېدنه د دوو اوونیو د پاره وځنډوله.

د اې پي ايس د يو وژل شوي ماشوم پلار فضل خان ايډوکيټ- چې پخپله په دې اورېدنه کې موجود وو- وي او اې ډيوه ته وویل، اوه کاله وشول خو تر اوسه د دې مهمې پېښې پلټنې نه دى مکمل شوې:

"دې پېښې ټوله نړۍ وخوځوله خو مونږ ته تر دې دمه انصاف ملاو نه شو، دا صرف زمونږه مسئله نه ده ، دا انصاف مونږه د راتلونکي نسل دپاره غواړو".

ده د عدالت په کارکردګۍ مايوسي څرګنده کړه او ویې ویل حکومت نه غواړي چې دا قضيه حل شي. فضل خان وویل ډپټي اټارني جنرل نن قصداً غيرحاضر وو او د عدالت له خوا سختي نه کول دا ښیي چې انصاف دې ونه شي.

په 2014م کال کې په یو ترهګر بريد کې د پېښور آرمي پبلک سکول څه د پاسه 140 زده کوونکى ماشومان او استادان وژل شوي وو او د دې بريد ذمه واري د تحريک طالبان پاکستان د هغه وخت وياند احسان الله احسان پر غاړه اخیستې وه او د یادې ترهګر ډلې د هغه وخت مشر ملا فصل الله ويلى وو دا کار یې د پوځ له خوا په قبایلي سیمو کې د دوى د پلويانو د وژنې په غبرګون کې کړی دی.

احسان الله احسان وروسته ونيول شو او پوځ دعوه کړې وه چې دوی ته تسلیم شو، خو د تېر 2020م کال په فرورۍ میاشت کې هغه د پاکستاني پوځ له ولکې څخه د تښتېدو دعوه کړې وه او تر اوسه یې درک نه شته چې هغه چرته دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG