لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې په افغانستان او روس خبرې کېږي


واشنګتڼ - د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن په برسلز کې دی چې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې چې د زیارت یا پنجشنبې او جمعې په ورځو کېږي ګډون وکړي.

په دې غونډه کې د افغانستان په امنیتي حالاتو،‌ له روسیې سره په فشارونو او د ټکنالوجۍ پر پالیسۍ باندې خبرې کېږي.

د امریکا د دفاع وزیر اسټن د شورو یا چهارشنبې په ورځ له رسېدو سره سم په یو ټویټ کې وویل، "زه د دې لپاره دلته یم چې د ناټو د پوځي جوړښت له پرمختګ سره مرسته وکړم او دا باوري کړم چې دغه اتحاد راتلونکو چلنجونو ته تیار وي."

د ناټو عمومي منشي ینز سټالټنبرګ وویل، د دفاع وزیران به په دې خبرې وکړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو لپاره خوندي ځای نشي او دا باوري شي چې له افغانستان څخه د تخلیې پر وخت ویستل شوي افغانان وکولای شي د ناټو په غړو هېوادونو کې ځای پر ځای شي او داسې نه چې په ټرانزیټ مرکزونو کې پاتې شي.

سټالټنبرګ له غونډې مخکې خبریالانو ته وویل، "تر ټولو بیړنی رول چې ناټو یې لري او تر ټولو بیړنی کار چې مونږ ورسره مخ یو هغه د هغو افغانانو ځای پر ځای کول دي چې له مونږ سره یې کار کړی."

هغه زیاته کړه، "د ناټو متحدین او شریکان په دې وتوانېدل چې له افغانستان څخه تر ۱۲۰۰۰۰ زیات کسان وباسي چې اکثره یې افغانان دي او مونږ له متحدینو او شریکانو سره اوس هم په دې کار کوو چې څه ډول نور کسان له دغه هېواد څخه وباسو."

اسټن بلجیم ته له رومانیا څخه سفر کړی چېرې چې هغه د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل،‌ د بایډن اداره ژمنه ده چې خپل ایرو اټلانټېک تړون ځواکمن کړي او په ورته وخت کې د ناټو ختیځ لوری هم خوندي وساتي.

اسټن په بخارېست کې د خبرو پر وخت د رومانیا ستاینه وکړه چې "د یو ژمن اتحادي په څېر یې د مسولیتونو د شریکولو په برخه کې غوره مثال جوړ کړی او دفاعي ځواک یې عصري کړی.

رومانیا د ناټو له هغو څو هېوادونو څخه ده چې د خپل جي ډي پي تر دوه فیصدو زیات په دفاعي برخه لګوي او له دې څخه بیا ۲۰ فیصده یې په نوي کېدو باندې لګېږي په ځانګړي توګه د ناټو په دوه مهمو اهدافو باندې.

رومانیا په دوريي‌ توګه د ۱۰۰۰ امریکايي سرتیرو کوربه هم دی کوم چې د تورې بحیرې د سیمې په امنیت ساتلو کې مرسته کوي.

اسټن له رومانیا مخکې په یوکراین او جیورجیا کې هم دمه کړې او دا هغه دوه هېوادونه دي چې غواړي له ناټو سره یوځای شي او په قسمي یا نیمه توګه د روسي ځواکونو یا روسي پلوو ځواکونو لخوا نیول شوي دي.

د روسیې او د اوږده وخت اتحاد ناټو ترمنځ فشارونه هغه مهال نور هم زیات شول کله چې روسیې د ګل یا دوشنبې په ورځ په دغه اتحاد کې خپل دایمي ماموریت ددې خبرې په ځواب کې وځنداوه چې دغه اتحاد اته روسان د دې میاشتې په سر کې ویستلي وو.

اسټن د نهې یا سې شنبې په ورځ په کېف کې د خبرو پر وخت روسیه د یوکراین په ختیځ کې د جګړې ارامولو لپاره د هر ډول سولیز پلان په وړاندې د یو خنډ په توګه یاد کړ.

اسټن وویل،‌ "مونږ یو ځل بیا په روسیې غږ کوو چې په کرایمیا دې خپله قبضه پای ته ورسوي او د یوکراین په ختیځ کې دې د جګړې اور نه بلوي او د یوکراین له پولو سره د تورې بحیرې په اوږدو کې د بې ثباتۍ فعالیتونه ودروي."

د دې کال په سر کې د ۲۰۱۴ کال راهیسې د یوکراین پولې ته نېږدې تر ټولو زیات روسي سرتیري راټول شوي وو.

روسیه چې له کېف څخه یې کرایمیا نیولې ژر خپل سرتیري په شا کړل خو د یوکراین پولې سره یې له تمرینونو وروسته.

روسیه اوس هم د جیورجیا له پنځو څخه په یوې برخې قبضه لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG