واشنګټن ـــ د غیرقانوني پیسو او د ترهګرۍ د مالي سرچینو د مخنیوي نړیوالې ادارې ایف اې ټي ایف اندېښنه څرګنده کړې چې وایي کېدای شي په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې اوسني خراب اقتصادي حالات د غیرقانوني پیسو او د ترهګرۍ د مالي مرستو چاپېریال ته لاره هواره کړي.
ایف اې ټي ایف پر خپله ویبپاڼه په خپاره کړي بیان کې د افغانستان د حالاتو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه وروستی قرارداد تایید کړی، چې په تېره اګست میاشت کې یې منظور کړی وو:
"په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا 2593م قرارداد (2021) غواړي چې افغان خاوره پر هیڅ هېواد د برید یا ګواښ لپاره ونه کارول شي، ترهګرو ته پکې پناه یا روزنه ور نه کړل شي او د ترهګرو د مالي مرستې کار یا پلان پکې جوړ نه شي".
طالبانو تر اوسه د دې ادارې اندېښنو ته څه جواب نه دی ویلی، خو مخکې یې بیا بیا ویلي چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد په ضد کارول کېدو ته نه پرېږدي.
ایف اې ټي ایف پخپل بیان کې د افغانستان خراب اقتصادي حالت په اشارې سره ویلي چې غیرسرکاري تنظیمونه او نورې ادارې چې په دې هېواد کې کار کوي باید بې له ځنډه خلکو ته مرستې ورسوي.
د ترهګرو د مالي سرچینو د مخنیوي ادارې د واک اختیار له ټولو قانوني ادارو غوښتي چې رضاکارې خیراتي ادارې د ترهګرو د مالي سرچینو لپاره له کارولو کېدو و ژغوري.
ایف اې ټي ایف وایي له ګلوبل نیټورک او نورو نړیوالو ادارو سره په ګډه به د افغانستان حالات له نيژدې څاري او دا به ګوري چې په دې هېواد کې د غیرقانوني پیسو او د ترهګرو د مالي مرستې د خطر په چاپېریال کې څه بدلون راځي.
د غیرقانوني پیسو او ترهګرو د مالي سرچینو د مخنیوي ادارې په داسې وخت کې د افغانستان په اړه دا اندېښنه څرګنده کړې چې امریکې د افغانستان بېنک شاوخوا نهه نیم اربه ډالره کنګل کړې دي او د طالبانو حکومت ته یې نه ورکوي.
د یادونې وړ ده چې اېف اې ټي اېف پرون پخپله غونډه کې پاکستان په خړ نوملړ کې په ځای ساتلی او ويلي يې دي پاکستان د ادارې په شرطونو پوره کولو کې پرمختګ کړی خو پوره کړي يې نه دي.