لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: سي ټي ډي د نهه ترهګرو د وژلو دعوه کړې


د پاکستان د بلوچستان صوبې د سي ټي ډي پوليسو دعوه کړې په مستونګ ضلع کې يې عمليات کړي او نهه ترهګر يې وژلي دي.

مطبوعاتو سره په شريک کړي خبر کې سي ټي ډي ویلي دغه عمليات تيره شپه د مستونګ اسپلنجي په غرييزه سیمه کې د ترهګرو د موجودګۍ د استخباراتي خبر په اساس ترسره شوي دي.

ويل شوي د عملیاتو او نښتې په مهال د لاقانونه ګرځول شولې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي (بي اېل اې) او بلوچ لبرېشن فرنټ (بي اېل اېف) نهه ترهګر وژل شوي دي.

د کوټې د سنډېمن روغتون پوليس سرجن ډاکټر عايشه فېض وي او اې ډيوه سره په خبرو کې ويلي، نهه مړي يا جسدونه روغتون ته راوړل شوي دي.

هغې ويلي دغه کسان زياتره په سر لګېدلي دي ډزې يې په سر شوي دي او په داسې حال کې دي چې تازه دي او پېژندګلو يې يې هم کېدی شي خو روغتون ته جسدونه د نامالومو په نوم راوړل شوي دي.

د سي ټي ډي وياند ويلي دغه کېمپ چې پکې ترهګر وژل شوي په ورستيو کې د ترهګرۍ دپاره کارول شوی دی، او بيا د دغه ځای نه په غټه کچه وسله هم ترلاسه شوې ده.

په بلوچستان صوبه کې وخت په وخت سي ټي ډي او نورې امنيتي ادارې د ترهګرو د وژلو دعوې کوي.

روانه مياشت نزدې دوه اوونۍ وړاندې پوځ ويلي وو اېف سي ځواک په اواران کې څلور ترهګر وژلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG