لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا تمه لري ژر به د افغان هوایي ځواک 150 پایلټان له تاجکستانه ولېږدوي


واشنګټن ـــ یو امریکایي چارواکی وایي امریکا تمه لري ډېر ژر به د افغانستان د هوایي ځواک هغه شاوخوا 150 پایلټان او نور کسان یې یو بل ځان ته ولېږدوي چې امریکې روزنه ورکړې او پر کابل د طالبانو د واکمنۍ په مهال تاجکستان ته اوښتي وو.

رایټرز خبري‌ ایجنسۍ د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د دغه چارواکي- چې نوم یې پټ ساتل شوی- له خولې دا نه دي‌ ویلي چې دغه افغان پایلټان به کله له تاجکستانه وایستل شي خو وایي امریکا غواړي دوی یو ځای را بهر کړي.

دغه افغان پایلټان وایي دوی د تاجکستان له پایتخت دوشنبې دباندې د یوې غرنۍ سیمې په یوه سنیټوریم یا د مېلې په ځای کې ساتل شوي‌ دي او دې ته انتظار کوي چې امریکایي الوتکه یې یو درېیم هېواد ته ولېږدوي او بیا له هغه ځایه امریکې ته لاړ شي او هلته مېشت شي.

رایټرز لیکي چې دغو پایلټانو ورسره په قاچاک شویو موبایل ټیلیفونونو خبرې کړې چې له تاجک محافظینو یې پټ ساتلي، ځکه چې وایي له دوی څخه خپل موبایلونه او د پېژندنې اسناد یا شناختي کارډونه اخیستل شوي‌ دي.

رایټرز وایي په دوشنبې کې له شاوخوا 150 پرته 13 نور افغان سرتېري هم دي چې دې هېواد ته جلا ورغلي دي او وایي تر هغو نورو په ارام حالت کې دي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند د امریکې «دي هِل» ورځپاڼې ته ویلي، دوی د تاجکستان له حکومت سره پرله پسې خبرې کوي چې څنګه کېدای شي دغه افغان پایلټان له دې هېواده را و ایستل شي.

په تاجکستان کې بند پاته افغان سرتېري د امریکې د روزل شویو پایلټانو وروستۍ لویه ډله ده چې ګومان کېږي په هغو لسګونو پرمختللیو پوځي الوتکو کې تللي، چې په اګست میاشت کې کابل ته د طالبانو له ننوتلو سره تاجکستان او ازبکستان اوښتې وې.

رایټرز لیکي چې په تېره ستمبر میاشت کې هم د امریکې په منځګړتوب د شوي قرارداد له مخې د افغان پایلټانو او نورو پوځي‌ سرتېرو یوې لویې ډلې ته اجازه ورکړل شوه چې له ازبکستانه متحده عرب اماراتو ته لاړ شي.

په تاجکستان کې بندي ساتل شویو دوو افغان پایلټانو رایټرز ته ویلي، په وروستیو ورځو کې د امریکې د سفارت له چارواکو سره تر لیدو وروسته یې تمه ختلې وه، ځکه چې وایي تر اوسه ورته له دې هېواده د وتلو نېټه نه ده ورکړل شوې، خو وایي امریکایي چارواکو د دوی د پېژندنې د بهیر د بشپړتیا لپاره له دوی څخه بایومېټرک ډېټا واخیستله.

د یادونې وړ ده چې په دغو افغان پایلټانو کې ښځینه هم شته چې یوه پکې د اتو میاشتو مېندواره ده. دې 29 کلنې پایلټې رایټرز ته په مرکه کې خپلې اندېښنې څرګندې کړې او ویلي یې دي چې د تاجکستان په غرنۍ سیمه کې دې او د دې ماشوم ته خطر پېښېدای شي. نوموړې ویلي:

"موږ دلته د بندیانو غوندې یو،‌ حتی د کډوالو غوندې هم نه یو او نه د تازه کوچېدلو خلکو غوندې یو، موږ هیڅ قانوني‌ اسناد یا بله څه لاره نه لرو چې ځان ته څه شی واخلو".

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت چارواکی وایي، دغه مېندواره پایلټه به هم په هغو کسانو کې شامله وي چې ژر به یې له تاجکستانه را وباسي.

رایټرز وایي حتی پر کابل د طالبانو تر واکمنۍ وروسته هم د امریکې روزل شوي د انګرېزي ژبې ویونکي افغان پایلټان په جګړه کې طالبانو ته د اوښتي زیان له کبله د دوی لومړی هدف وو. وایي طالبانو پایلټان وموندل او له پوځي اډو بهر یې و وژل.

طالبانو له پخوانیو افغان پوځیانو او پایلټانو غوښتي چې بیرته ور ستانه شي او په پوځ کې شامل شي، ځکه چې وایي دوی ورته عامه بخښنه اعلان کړې ده،‌ خو په تاجکستان کې بند پاته افغان پایلټانو رایټرز ته ویلي که دوی هېواد ته لاړ شي نو طالبان به یې و وژني.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG