لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: په پاکستان کې د تېر یو کال په مهال ګراني 14.48 فیصده سېوا شوې


پېښور ـــ د پاکستان د شمېرنې اداره بېورو آف سټېټسټکس د هېواد په کچه د ګرانۍ په اړه خپل رپورټ کې وايي تېر يو کال دوران په ګرانۍ کې 14.48 فيصده زياتوالی راغلی، اداره وايي د کم امدن خلکو لپاره ګراني 15.72 فيصده ته رسېدلی ده۔

د اقتصادي چارو پوهان وايي په درآمداتو کې زياتوالي او برامداتو کې کمي، د ډالر په مقابله کې د روپۍ قدر او زرعي پېداوار کې کمي او د زياتو ټېکسونو له وجې په هېواد کې ګراني سېوا شوې چې بد اغېز يې په غريبه طبقه پرېوتی دی.

د زياتې ګرانۍ له امله د حکومت مخالفه ګوندونو اتحاد، پاکستان ډيموکرېټېک موومنټ د پاکستان تحريک انصاف حکومت پرضد په ملکي کچه د احتجاجونو لړې هم دوام لري.

د پاکستان بېورو اف سټېټسټکس له خوا جاري پّ شوي رپورټ کې د تېر کال اکتوبر مياشتې 21مې نېټې نه تر د سږ کال 22م اکتوبر پورې د خوراکي او نورو مختلفو شيانو د قيمتونو جايزه اخېستل شوې د کومې ترمخه چې يو کال دوران په ګرانۍ کې 14.48 فيصده زياتوالی راغلی.

وي او اې ډيوه سره خبرو په مهال د اقتصادي چارو ماهر پروفېسر منظور احمد وېنا وه په پاکستان کې د ګرانۍ لويو علتونو کې په نړيواله کچه ګراني، د ملک دننه خواراکي شيانو او نور زرعي پېداوار کموالی او په مختلفو شيانو زيات ټېکسونه شامل دي:

" اوس چې زمونږه بهر ملکونو سره کوم تجارت دی مونږ زياتې پېسې ورکوو او شيان راغواړو او کم شيان بهر ته لېږو نو لږې پېسې راځي، تجارتي خساره موجود ده، د ډالر په مقابله کې زمونږه کرنسي هم کمزورې شوه نو دغه هم ګراني راولي لکه مونږه زياتې پېسې ورکوو او ډالرز اخلو، نو دا يې هم وجه ده او څه انتظامي وجوهات هم شته دی چې په هغې د ټېکس پېسې جمع کوولو لپاره حکومت ټېکسونه سېوا کړي دي" .

اداره په خپل رپورټ وايي چې تېر يو کال دوران د اېل پي جي ګېس په قيمت کې 75 فصيد او د بجلۍ په بيه کې څه د پاسه 61 فيصده زياتوالی راغلی دی۔

رپورټ زياتوي چې دې دوران د شړشمو تېل څه د پاسه 46 فيصده، غواړي خواوشا 44 فيصده او خوراکي تيل څه کم 41 فيصده ګران شوي دي۔

دې نه علاوه د چرګانو په قيمت کې څه کم 29 فيصده، اوګه څه د پاسه 25 فيصده او صابن څه کم 29 فيصده ګران شوی دی۔

د لاسو په ګاډۍ سبزي خرڅوونکی انورزېب وايي چې د د کمې ګټې او زياتې ګرانۍ له امله د مياشت په اخره کې قرضدارې وي:

" د بجلۍ او ګېس بل سېوا دی، اوړه په 750 روپې تروړه ( 20 کلو تېلۍ) وه هغه لاړه 1450 روپو ته ورسېدله، ټوله ورځ دا ګاډۍ وګرځوو او ماښام پورې 600 روپۍ وګټو نو هغې کې هم خرچې نه پوره کېږي او د مياشتې په اخره کې قرضدار يو" .

په هېواد کې د زياتې ګرانۍ له امله د حکومت مخالفه ګوندونو اتحاد پاکستان ډيموکرېټک مومنټ په ملکي کچه احتجانونه هم پېل کړي دي، په دې حقله د خېبر پښتونخوا د پي ډي ايم کوارډينېټر او د جعيت علما اسلام غړی عبدالجليل جان وايي:

" پاکستان تحريک انصاف چې کله په کنټېنر باندې ولاړ وو نو دا به يې ويل چې مونږه به د پټرولو او د ضرورت شيانو قيمتونه کموو، خو نن هغه داسې کچې ته رسېدلي چې د پاکستان په تاريخ کې دومره لویه ګراني نه ده شوې، پاکستان په ګرانۍ کې په 4مه درجه روان دی، ځکه په ټول پاکستان کې مظاهرې جاري دي".

د ډان اخبار د يو رپورټ ترمخه د پاکستان وزير اعظم عمران خان وايي حکومت د ګرانۍ له امله د خلکو اغېزمن کېدو نه خبر دی او سخت کوششونه کوي چې خلکو ته زيات نه زيات ريليف يا راحت ورکولو لپاره دوام داره ګامونه واخلي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG