لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ لپاره پاتېږو


واشنګټن ـــ ملګري ملتونه وایي نه یواځې دا چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د کار لپاره پاته کېږي بلکې وایي د دې هېواد د ښځو او نجونو د حقونو ودې او ملاتړ ته به دوام ورکوي.

دا خبرې د ملګرو ملتونو عمومي‌ مشر انتونیو ګوتېریش د شنبې- خالي په ورځ پر خپل ټویټر لیکلي او وایي "موږ به تر هغو پورې ونه درېږو چې تر څو نجونې بیرته سکولونو ته لاړې نه شي، ښځې خپلو کارونو ته ستنې نه شي او په ولسي ژوند کې برخه وا نه خلي".

ښاغلي انتونیو ګوتېریش پر ټویټر دا څرګندونې تر خپلو هغو خبرو وروسته کړې چې د اکتوبر پر 21مه یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د «ښځې، سوله او امن» تر سرلیک لاندې پرانیستي بحث کې دې ته ورته وینا کړې وه.

انتونیو ګوتېریش په هغه غونډه کې هم ویلي وو چې ملګري ملتونه به د طالبانو له چارواکو سره د ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ په اړه خبرې کوي. نوموړي د طالبانو له راتګ وروسته تر دې مخکې هم اندېښنه څرګنده کړې وه چې افغانې ښځې به په تېرو شلو کلونو کې تر لاسه کړي حقونه وبایلي.

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ مرستیالې مشرې او له طالبانو سره د تېر حکومت د مذاکراتي ډلې غړې فوزیې کوفي هم د ملګرو ملتونو په غونډه کې ګډون کړی وو، هغه وایي فکر یې کاوه چې طالبان ماډرن شوي او بدل شوي دي خو وایي په حقیقت کې داسې نه ده. مېرمن کوفي اسوسیېټیډ پریس ته ویلي:

"حقیقت دا دی له کله راهیسې چې دوی [طالبانو] واک تر لاسه کړی، ښځې د یوه منظم پلان له مخې له ټولنیزو او تعلیمي ادارو څخه ایستل کېږي".

فوزیه کوفي وایي طالبان به په جګړه کې تکړه وي خو وایي اوس چې یې حکومت جوړ کړی او دې ته اړتیا لري چې په نړیواله توګه په رسمیت وپېژندل شي نو باید د افغانستان د ټولو خلکو خصوصاً د لږکیو او ښځو حقونو او ازادۍ ته درناوی ولري.

د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنیسټي انټرنېشنل هم د اکتوبر پر 13مه په خپل یوه بیان کې له طالبانو په کلکه غوښتي وو، نجونو ته اجازه ورکړي چې بیرته خپل تعلیم ته دوام ورکړي.

طالبان وایي ښځو ته د کار کولو حق ورکوي او د نجونو د تعلیم لپاره پر یو پلان کار کوي او ژر به د هغوی سکولونه بیرته پرانیستل شي. د طالبانو د نګران وزیراعظم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ماسکو ته د وروستي سفر په وخت رسنیو ته ویلي وو:

"افغانې ښځې اوس له لوړو حقونو برخمنې دي، په روغتونونو کې، په پولیسو کې، د پاسپورټ په دفتر کې، په تعلیمي ادارو او پوهنتون کې ښځې خپل کارونه کوي، البته په کابینه کې چې ښځې نه شته، دا راته ووایئ د څومره هېوادونو ښځې ولسمشرانې،‌ وزیراعظمې یا دفاع او خارجه وزیرانې ښځې دي".

تېره اوونۍ په ماسکو کې د افغانستان په اړه د غونډې ګډونوالو هم له طالبانو غوښتي ریښتینی ټولشموله حکومت دې جوړ کړي، چې پکې د ښځو په ګډون د دې هېواد ټول اړخونه برخه ولري.

د یادونې وړ ده له تېرې شاوخوا څه باندې یوې میاشتې راهیسې چې په افغانستان کې د هلکانو سکولونه پرانیستل شوي، د مډل او های سکولونو نجونې لا هم نه شي کولای چې خپل تعلیم ته دوام ورکړي او ډېرې ښځې لا هم خپلو کارونو ته د تلو اجازه نه لري.

د ملګرو ملتونو او ایمنیسټي انټرنېشنل په ګډون پر ټولنیزو رسنیو هم د ښځو او نجونو د حقونو فعالان په پرله پسې توګه د افغانو نجونو لپاره د تعلیم حق غواړي او په دې اړه یې د #LetAfghanGirlsLearn [افغانې نجونه زدکړې ته پرېږدئ] په نامه آنلاین کمپېن هم پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG