لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ: په ټي-20 نړيوال کپ کې افغانستان، سکاټ لېنډ ته مخامخ کيږي


د کرکټ په ټي- 20 يا شل اووريز نړیوال کپ کې د افغانستان کرکټ لوبډله نن د ګل/ دوشنبې (25 اکتوبر) په ماښام د سکاټ لېنډ لوبډلې سره سیالي کوي.

سيالي به د شارجې په کرکټ لوبغالي کې د افغانستان په وخت ماښام په اووه بجې پېل کيږي.

د ګروپ په سياليو کې دا د افغان لوبډلې لومړۍ سيالي ده.

د نړيوال کپ په دوېم ګروپ د افغانستان سره هند، پاکستان، نيوزي لېنډ او نميبيا لوبډلې شاملې دي.

سکاټ لېنډ د نړيوال کپ په روانو سيالیو کې په لومړي پړاو کې درې سيالۍ کړي او درې واړه یې ګټلي دي.

د افغانستان او سکاټ لېنډ لوبډلې له دې وړاندې په نړيوالو شل اووريزو سيالو کې شپږ ځله مخامخ شوي او شپږ واړه افغان لوبډلې ګټلي دي.

د افغانستان کرکټ لوبډلې کپتان محمد نبي تيره ورځ د خپلې لوبډلې د تياريانو په اړه خبري غونډې ته په وېنا کې ویلي، لوبډله یې تياره ده، او د هرې لوبډلې سره د ښه لوبې کولو توان لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG