لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان کرکټ لوبډلې ته په بریا د اومبارکۍ غبرګونونه


د افغانستان کرکټ لوبډلې چې تيره شپه په نړیوال شل اووريزه کپ/ جام کې د سکاټ لېنډ لوبډلې ته ماتې ورکړې، افغان مشرانو، طالبانو او د پاکستان د وزیراعظم په ګډون ډېری خلکو ورته په دغه بريا اومبارکي ويلې ده.

افغان لوبډلې چې د سکاټ لېنډ ته د 191 رنزونو هدف ورکړی وو، دغه سیالي يې په 130 رنزونو ګټلې، مجيب الرحمان په پينځه لوبغاړو اوټ کولو/ سوځولو د لوبې غوره لوبغاړی ګرځول شوی دی، راشد خان څلور وکټې اخستې دي.

مخکني افغان ولسمشر اشرف غني په ټویټر ویلي،

"ټول افغان عظيم ولس ته دې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د سکاټلنډ پر وړاندې زموږ د کرکټ د ملي ټيم د اتلانو، بری مبارک وي".

بل پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم په ټویټر د لوبې په بريا اومبارکي ويلې ده،

"د افغانستان د کرکټ د ملي لویډلې پر بریا خوښي څرگندوي او ټولو هېوادوالو ته د دغې سترې بریا مبارکي وایي"​.

په افغانستان د واکمن طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم په ټویټر ویلي، "د نړیوال جام په روانو شل اوریزو سیالیو کې د افغان لوبډلې د بریا له امله ټولو هیوادوالو ته مبارکي وایو. د یادې لوبډلې اتلولي ستایو او په راتلونکې د نورو بریاوو هیله ورته کوو"​.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم د افغانستان لوبډلې ته اومبارکي ویلې ده.

هغه په ټویټر ويلي، "په خپل وطن کې د مشکلاتو سره مخ افغان لوبغاړي د لوبې برخه جوړ شوي، ګټه يې په خپله نوم کړه او افغان لوبډلې د غېر معمولي عزم وهمت څرګندونه وکړه".

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين او نورو ډېر ګڼو خلکو په ټولنيزو رسنیو افغان لوبډلې او افغان ولس ته په دغه بريا اومبارکي وېلې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG