لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا په اېبټ اباد کې په يو ځای له اوو زېږېدلو ماشومانو شپږ بیرته مړه شوي


پېښور ـــ د خېبر پښتونخوا په اېبټ اباد ښارګوټي کې تېره اوونۍ د ډاکټرانو له کاميابه عملياتو وروسته د یوې ښځې اووه ماشومان زېږېدلي وو، خو اوس یې شپږ ماشومان بیرته مړه شوي او یواځې یو ژوندی پاتې دی.

د ډاکټرانو په وینا دغه يوه ځانګړې پېښه وه، وایي ټول ماشومان چې د مور په خېټه يې 32 اوونۍ شوې وې او د وخت نه وړومبی و زېږېدل خو ټول ژوندي وو.

د ايوب روغتون اېبټ اباد د ماشومانو د څانګې مشر ډاکټر اعجاز حسېن وي او اې ډيوه ته وویل د پاتې يو ماشوم صحت هم اندېښمن دی او دوی هڅه کوي هر ډول خسمانه يې وکړي خو بيا هم داسې نه شي ویلی چې ايا ماشوم به تر څومره ژوند ولري.

ډاکټر اعجاز حسېن وایي دغه ماشومان د وخت نه مخکې زېږېدلي او وزن يې هم ډېر کم يعني يو کلو وو:

"د کومو میندو په خېټه چې تر یو زیات ماشومان وي د هغو ماشومانو صحت ډېر کمزوری وي ځکه چې نه ورته خوراک سم رسېږي‌ او نه یې وینه سمه چلېږي، په نتیجه کې یې پړپوس (سږي) هم کمزوري وي او د ساه اخیستو ستونځه هم لري".

ډاکټر وويل په پاکستان کې په روغتونونو کې هغومره جديد نظام نه شته کوم چې په پرمختللو هېوادونو کې د داسې ماشومانو د ژوند ژغورلو دپاره کارول کېږي.

ددغې ښځې مېړه يار محمد- چې د وروسته پاتې بټګرام ضلعې اوسېدونکی دی- د اووه اولادونو تر زېږېدو څلرویشت ساعتو وروسته د يو ماشوم د مړينې خبر واورېد او بيا په درو ورځو کې يې په پاتې شپږو کې پينځه نور ماشومان هم مړه شول او يواځې يو ژوندی پاتې شو.

د نویو زېږېدلیو ماشومانو د صحت يو ماهر ډاکټر خيال محمد وايي د کومو میندو په خېټه چې غبرګ ماشومان وي هغوی ته خوراک او خسمانه پکار وي خو وایي د غربت له کبله هغوی دا کار نه شي کولای.

طبي ماهرین وایي په پاکستان کې 20 فيصده ماشومان د وخت نه مخکې زېږي او په داسې ماشومانو کې بيا د مړينې کچه 35 فيصده ده.

ياده دې وي په پاکستان کې د غبرګونو ماشومانو د زېږېدو کچه هم په دې اخري لسيزه کې ډېره په زياتېدو ده.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG