لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

T-20 نړيوال کپ: پاکستان دوېمه سيالي ګټلې، راتلونکې مقابله يې د افغانستان سره ده


د ​T-20 نړيوال کپ يا شل اووريزه نړیوال جام په روانو سياليو کې د پاکستان کرکټ لوبډلې خپله دوېمه سيالي هم ګټلې او د نيوزي لېنډ لوبډلې ته يې ماتې ورکړې ده.

له دې وړاندې پاکستانۍ لوبډلې د هند لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

تيره شپه د متحده عرب اماراتو د شارجې په لوبغالي کې ترسره شوې سيالۍ پچه/ ټاس پاکستان ګټلی خو لومړی يې بالنګ کړی او مخالفه د نيوزي لېنډ ډلې ورته په اته لوبغاړو د 135 رنزونو هدف ورکړی وو.

بيا ټاکلی هدف پاکستانۍ لوبډلې په پينځه لوبغاړو سوځېدو په اخرني (20م) کې ترسره پوره کړی او سیالي يې ګټلې ده.

په 24 اکتوبر پاکستانۍ لوبډلې د هند لوبډلې ته ماتې ورکړې او بې د لوبغاړي اوټ کېدو یې د هند د لوبډلې ټاکلی هدف 152 رنزونه پوره کړي وو.

پاکستان تراوسه پوره دوه سیالۍ وکړې او دواړه یې وګټلې.

د پاکستان راتلونکې سيالۍ د افغانستان د لوبډلې سره په 29 اکتوبر ټاکل شوې ده. دا دواړه لوبډلې د سيزيز په دوېم ګروپ کې شامل دي.

په دوېم ګروپ کې نورې لوبډلې نيوزي لېنډ، هند او سکاټ لېنډ دي.

افغان لوبډلې تراوسه پورې يوه سيالي کړې او په هغې کې يې د سکاټ لېنډ لوبډلې ته ماتې ورکړې ده.

په 29 اکتوبر ټاکل شوې سيالي د پاکستان درېمه او افغانستان دوېمه سیالي ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG