لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله یوسفزۍ: عمران خان دې پر طالبانو د نجونو د تعلیم لپاره فشار واچوي


واشنګټن ـــ په برتانیا کې مېشته د سولې لپاره د نوبل د نړیوالې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وایي، ډېره اندېښمنه ده چې طالبان د خپل تېر حکومت غوندې نجونې په دایمي توګه له تعلیمه محرومه نه کړي.

ملالې یوسفزۍ پرون د پاکستان له ډان ټیلیویژن سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د نړۍ په ټولو مسلمانو هېوادونو کې نجونو ته د تعلیم او ښځو ته د کار او سیاست حق شته، طالبان هم باید ژر تر ژره نجونو ته اجازه ورکړي چې سکولونو ته لاړې شي:

"د پاکستان ذمه واري ده چې [په افغانستان کې] د نجونو د تعلیم لپاره ودرېږي، زه هیله لرم چې عمران خان به د نجونو د تعلیم دا مسئله په پوره ذمه وارۍ سره اخلي او پر طالبانو به فشار اچوي چې نجونې تعلیم ته پرېږدي او ښځو ته حقونه ورکړي".

ملاله یوسفزۍ وایي د تعلیم لپاره د دې ادارې «ملاله فنډ» له 2017م کال راهیسې په افغانستان کې کار کاوه او هلته یې تر دوه میلینه ډالرو پورې د تعلیم په بېلابېلو برخو کې لګولې وې خو وایي د طالبانو له راتګ سره یې هغه کارونه درېدلي دي.

شاوخوا دوه نیمې میاشتې کېږي چې طالبان پر افغانستان واکمن دي او شاوخوا یوه نیمه میاشت کېږي چې افغانې نجونې له شپږم ټولګي پورته د تعلیم او ښځینه استادانې د کار اجازه نه لري.

ملاله یوسفزۍ وایي د مسلمانو هېوادونو، نړیوالې ټولنې، د نړۍ د شتمنو هېوادونو د تنظیم G-20 او د G-7 هېوادونو مشرانو ته پکار ده چې په افغانستان کې د نجونو د تعلیم لپاره خپل کردار تر سره کړي.

ملاله وایي په افغانستان کې چې د ښځو خلاف یا د نجونو د تعلیم په خلاف کوم سوچ په خپرېدو دی هغه پر پاکستان هم بد اغېز کولای شي، چې وایي‌ له کبله یې د پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د نجونو تعلیم ته زیان اوښتلای شي:

"په پاکستان کې هم په حکومتي کچه د نجونو د تعلیم لپاره ډېر څه کول پکار دي او په افغانستان کې هم دا کار ډېر ضروري دی، ځکه چې نجونې تعلیم نه کوي هغوی هم ډېر څه وبایلي او هغه ټولنه او هېواد هم ډېر څه وبایلي".

د یادونې وړ ده چې ملالې یوسفزۍ له دوو نورو افغانو ښځو زرقا یفتلي او د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېشن له پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر سره په ګډه د افغانو نجونو د تعلیم لپاره له شاوخوا لسو ورځو راهیسې یو انلاین کمپېن پیل کړی دی.

د ایمنیسټي انټرنېشنل په ګډون ملګرو ملتونو هم له طالبانو غوښتي چې نجونې تعلیم او ښځې کار ته پرېږدي. طالبان وایي د نجونو د مډل سکولونو د پرانیستلو لپاره یو پلان جوړوي خو تر یوه نیمې میاشتې وروسته هم په دې نه دي بریالي شوي چې نجونې سکولونو ته لاړې شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG