لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلنکن له افغانستانه د وتلو د بهیر د بیا کتنې امر کړی


واشنګټڼ – د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکن د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، ده په اګسټ کې له افغانستان څخه د امریکایانو د وتلو د بشپړې بیا کتنې امر کړی.

له افغانستان څخه د امریکایانو له وتلو سره دغلته د ترهګرۍ په وړاندې د امریکا د دوو لسیزو جګړه پای ته ورسېده.

په دغه مهال د طالبانو لخوا د کابل له نیولو او د ولسمشر اشرف غني‌ حکومت له پرځېدلو سره، امریکا او متحدینو یې په چټکۍ سره تر ۱۲۴۰۰۰ زیات ملکیان چې په هغو کې امریکایان، افغانان او نور شامل وو په الوتکو کې وویستل.

که څه هم په تېرو دوو میاشتو کې ځینې کسان په دې توانیدلي چې له افغانستان څخه ووځي، خو په زرګونو نور افغانان چې له امریکایانو سره یې کار کړی وو د تخلیې د بهیر له پای ته رسېدو وروسته هم هلته پاتې شول.

د کابل د هوايي دګر له لیارې د تخلیې په بهیر کې ۱۳ امریکایان په یوې بمي چاودنه کې ووژل شول چې پړه یې د داعش ډلې ومنله.

بلنکن چې له واشنګټن څخه د باندې یې په فارن سروېس انسټیټیوټ کې یوه ډله وکیلانو، ډپلوماټانو او نورو ته وینا کوله وویل،‌ "ما په داخلي توګه د یو لړ بیا کتنو امر کړی چې له افغانستان څخه د تخلیې او د بیا ځای پر ځای کېدو په بهیر کې زمونږ په پلانونو او د عملي کېدو په چارو باندې تمرکز لري."

بلنکن د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د تخلیې د هڅو ستاینه کړې خو دا یې هم ویلي چې دغه اداره باید له دې څخه زده کړه وکړي که چېرې بیا امریکا له یو داسې حالت سره مخ کېږي چې د جګړې له سیمې څخه ډول په چټکۍ سره تخلیه ترسره کوي.

بلنکن زیاته کړه، "ډېر داسې شیان دي چې اوس ورته بیا له شا ګورو نو مونږ باید وپوښتو چې ایا مونږ بل ډول څه کولای شول. ایا هغه ګام مو بل ډول پورته کولای شو. یا هغه لومړنۍ نظریه مو باید لومړۍ ازمویلې وای. ایا هاغه پرېکړه مو باید نوره هم ژر کړې واي؟"

دغه جګ پوړي امریکايي ډپلوماټ د دغو بیا کتنو په اړه نور تفصیل ور نه کړ خو دومره یې وویل چې مونږ یې ځان، افغان ملګرو او شریکانو او په راتلونکې کې د بهرنیو چارو وزارت مامورینو ته چې بیا ښايي له دغه ډول حالاتو سره مخ شي اړین بولو.

د امریکا خبري رسنیو تېره اونۍ راپور ورکړی وو چې د بهرنیو چارو لوی مفتش به په افغانستان کې د ډپلوماټیکو عملیاتو د پای ته رسېدو ارزونه کوي او د امریکا لپاره به د کډوالو د ځانګړو ویزو یا اس آی وي کتنه هم کوي د کومې لارې چې افغانان وتوانیدل چې امریکا ته راشي او دلته ژوند وکړي.

اخوا د افغانستان د پرځول شوي ولسمشر اشرف غني‌ مرستیال امرالله صالح د زلمي خلیلزاد هغو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی چې وايي، د طالبانو د بریا لوی دلایل تر ډېره د ولسمشر غني لجاجت،‌ د افغان مشرانو خودخواهي او د جګړې لپاره د افغان پوځیانو د ارادې نشتوالی وو.

امرالله صالح ویلي، د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له افغانانو سره د شوې لویې دوکې اصلي‌ طراح و.

نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، خلیلزاد د افغانستان له جمهوري نظام سره د قربانۍ د بزې په څېر چلن کاوه او تر هغې یې ورسره لباسي همدردي‌ کوله چې چاړه د جمهوریت تر مرۍ ورسېده.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني استازي خلیلزاد دا څرګندونې د شورو یا چهار شنبې په ورځ په یو انلاین بحث کې کړې وې.

XS
SM
MD
LG