لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ: پاکستان دې د افغانستان لوبډله اسانه ونه ګڼي، انضمام الحق


د افغانستان او پاکستان لوبډلې چې نن په شل اووريز نړيوال جام کې مخامخ کيږي، د افغانستان پخواني کوچ او د پاکستان پخواني ياد لوبغاړي انضمام الحق ویلي، پاکستانۍ لوبډله دې د افغانستان لوبډله اسانه ونه ګڼي.

په نړيوال جام چې په مطبوعاتو او ټولنيزو رسنيو تاوده بحثونه روان دي، د پاکستان جیو ټيلي ويژن سره په خبرو کې د پاکستان او افغانستان د لوبډلو په سيالۍ بحث کې انضمام الحق ویلي، "د افغانستان لوبډله اسانه نه دي ګڼل پکار، هغوی ډېر ښه کرکټ کوي، پاکستان ته به سنجيده لوبه کول وي، د هغې وروسته به ترې لوبه ګټلی شي".

بل لور ته د نړیوال جام دپاره د افغان لوبډلې سلاکار او روزونکي اېنډي فلاور ويلي، "زما په اند د چمتو والي تمرينات مو ښه کړي دي، که څه هم د ويزو د ستونزو له امله مو ډېر اوږده تمرینات نه دي کړي خو څومره تمرينات مو چې کړي دي ښه وو".

هغه ويلي تيارۍ يې ښې دي لوبډله يې غوره اسپنران او نور ښه لوبغاړي لري.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، "افغان اتلانو د راتلونکې سیالۍ لپاره تمرینات ترسره کړل او د پاکستان پر وړاندې لوبې ته بشپړ چمتووالی لري"​.

په متحده عرب اماراتو کې په روان نړيوال جام کې پاکستان تراوسه پورې دوه سیالۍ کړي هند او نيوزي لېنډ ته يې ماتې ورکړي دي.

او بل لور ته افغانستان يوه سيالي کړې او سکاټ لېنډ ته يې ماتې ورکړې ده.

د پاکستان او افغانستان لوبډلو ترمنځ سيالي نن ماښام په اووه بجې په دوبۍ کې ټاکل شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG