لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تحریک لبېک لاريون ګوجرانوالې ته رسېدلی، حکومت يې 32 غړي نيولي


د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک لبېک پاکستان (ټي اېل پي) لاريون د پنجاب صوبې ګوجرانوالې ښار ته رسېدلی، حکومت ویلي د ټي اېل پي 32 غړي نيولي او د کورنیو چارو وزير ویلي د لاريون مخه به نيسي.

ټي اېل پي د تيرې جمعې د ورځې نه د لاهور څخه اسلام اباد ته لاريون پېل کړی او غوښتنې کوي چې حکومت دې د فرانس سفير د ملک نه اوباسي او د دغه ډلې مشر سعد رضوي دې خوشی کړي.

د لاريون کوونکو او پوليس ترمنځ د لاهور سره نزدې په شيخو پوره سيمه کې نښتې شوي چې پکې پوليس او لاريون کوونکي وژل شوي اوټپيان شوي هم دي.

د اطلاعاتو وزیر فواد چودري ويلي، تيره شپه (د زیارت او جمعې) په مينځنۍ شپه کې يې د ټي اېل پي 32 غړي نيولي دي، هغه تور لګولی چې دغو کسانو په ټولنيزو رسنيو د کرکې ډکه پروپېګنډا کوله.

بل لور ته بيا د کورنیو چارو وزير شېخ رشيد ویلي، د ټي اېل پي ټولې غوښتنې منل شوې وې، د احتجاج جواز نه وو، لاريون به په هیڅ صورت نه پرېښودل کيږي.

هغه ويلي که مظاهرين/ لاريون کوونکي بيرته خپل مرکز ته ستانه شي، حکومت د دوی سره خبرو ته تیار دی. حکومت به نه ټيټيږي او نه به يرغمال کيږي.

شېخ رشيد ویلي، د رياست عملداري به په هر صورت ټينګولی شي او په هر ډول به د لاريون کوونکو مخه نيول کیږي.

د پاکستان د ځايي میډيا ترمخه د لاريون په لار کې ځای په ځای سړکونه بند کړی شوي او په راولپنډۍ او اسلام اباد کې هم سړکونه تړل شوي دي.

د شورو/ چهارشنبې په ورځ (27 اکتوبر) شېخ رشید ویلي وو د حالاتو قابو ساتلو دپاره په پنجاب صوبه کې نیم پوځي ځواک رېنجرز یې د 60 ورځو لپاره ګومارلي او پنجاب حکومت ته یې واک سپارلی چې هر ځای وغواړي له رېنجرز ځواک څخه د پوليسو په څېر کار واخلي.

او بيا د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري ویلي، تحريک لبېک پاکستان (ټي اېل پي) يوه لاقانونه ډله ده او اوس به حکومت د دې ډلې سره داسې چلند کوي څنګه چې د يوې وسله والې ډلې سره کوي.

چودري ویلي، د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ غونډه شوې چې پکې د پوځ او استخباراتي ادارو په ګډون پکې د اړونده ادارو چارواکي هم موجود وو، څرګنده پاليسي جوړه کړی شوې او فېصله شوې چې د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک لبېک سره به د يوې وسله واله ډلې په شان چلند کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG