لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فېسبوک خپل نوم په "مېټا" بدلوي


واشنګټن ـــ د ټولنیزو رسنیو مشهورې کمپنۍ فېسبوک مشر مارک زکربرګ وایي، د «ویرچول ریالیټي» یا مجازي حقیقت په لور یې ګام اخیستی او پرېکړه یې کړې چې د خپلې کمپنۍ فېسبوک نوم په "مېټا" بدل کړي.

مارک زکربرګ وایي دا نوم به یواځې د کمپنۍ تر نوم پورې محدود وي او له دې سره د دوی پر ټولنیزو رسنیو فېسبوک، انسټاګرام او میسنجر باندې کوم اغېز نه پرېوځي.

د رایټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د فېسبوک بنسټ ایښودونکي مارک زکربرګ د پنجشنبې- زیارت په ماښام پخپله لایو وینا کې وویل، د دوی کمپنۍ نوی نوم به یې د "مېټاورس" په نړۍ کې د دوی کار ښکاره کوي.

"مېټاورس" د انټرنیټ په نړۍ کې هغه ورچول یا مجازي چاپېریال دی چې تجربه یې په د موبایل په ګډون په بېلابېلو ډیوایسونو کېدای شي. د "مېټاورس" اصطلاح نیل سټیفنسن په 1992م کال کې پخپل ناول «سنو کرېش» [د واورې ټکر] کې په لومړي ځل کارولې وه.

فېسبوک په داسې وخت کې د خپل نوم د بدلون پرېکړه کړې ده چې د کمپنۍ پر کاروباري تګلاره او له دې کبله سختې نیوکې کېږي چې ګومان کېږي فېسبوک د خپلو کاروونکو ذهني روغتیا اغېزمنه کړې ده.

مارک زکربرګ وایي کمپنۍ یې دا مهال پر بې شمېره شیانو کار کوي، خو وایي د دوی پېژندنه یواځې تر یوه پروډکټ پورې محدوده ده او اوس به د خپلې کمپنۍ راتلونکو کارونو ته پاملرنه کوي.

مارک زکربرګ وایي د کمپنۍ نوی نوم یې "مېټا" د یوناني ژبې توری دی چې مقصد یې دی "پورې غاړه".

د فېسبوک په اړه دا پرېکړه د دې ادارې د یوې پخوانۍ کارکوونکې له خوا د هغو پټو رازونو له ښکاره کېدو وروسته شوې چې فېسبوک یې د خلکو د خوندیتوب پر ځای خپلو ګټو ته په ارزښت ورکولو تورن کړی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG