لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

احتساب دفتر: کانګرس دې د خبريالۍ د ضابطو د خونديتوب په اړه قانونسازي وکړي


واشنګټن ـــ د امريکې د احتساب دفتر لخوا په جاري شوي يو رپوټ کې کانګرس ته وړانديز شوی چې د واېس آف آمريکا د څار ادارې يو اېس اېجنسي فار ګلوبل مېډيا په اړه دې د ضابطو د لا واضحه کولو د پاره قانون سازي وکړي.

د امريکې د حکومت دغه اداره چې د کانګرس د پاره د حکومتي ادارو احتساب کوي، تېره ورځ د 60 پاڼو يو رپوټ جاري کړی چې د امريکې د ګلوبل مېډيا د نړيوال اثر او تنظيمي جوړښت ته پکې کتنه شوې ده.

په دغه رپوټ کې د اېجنسي فار ګلوبل مېډيا پخواني مشر ماېکل پېک په اختياراتو پوښتنې پورته شوي دي، څوک چې د دغې اېجنسۍ لومړی داسې مشر ټاکل شوی وو چې د امريکې په ټېکسونو چليدونکي خبري شبکو واېس آف امريکا، ريډيو فري يورپ او په بهر نړۍ کې خپرېدونکو يو شمېر نورو ادارو څارنه يې کوله.

ماېکل پېک چې د ډاکيومېنټري فلمونو جوړوونکی وو، د کانګرس نه د منظورۍ اخيستو وروسته د يو شمېر ادارو مشران د خپلو څوکيو نه لر کړل او د هغوي په ځآېې يې د تېر حکومت د بورډ غړي واخيستل، چې په ضد يې کانګرېس نيوکې پېل کړې .

د دغې کارونو په سر د ماېکل پېک په ضد په عدالتونو کې مقدمې شرو شوې او د هغه د بدانتظامۍ په اړه کانګرس هم هغه ته د خپل سپيناوي کولو د پاره د وړاندې کېدلو امر اوکړو، چې وروسته د يوې عدالتي فېصلې د لارې د هغه نه په نورو ادارو کې د مداخلت اختيارات واخستل شوو په دغه دارو کې واېس آف امريکا، ريډيو فري يورپ، مېډل ايسټ براډکاسټنګ نېټورک، آفس اف کيوبا براډکاسټنګ او اوپن ټېکنالوجې فنډ شامل دي.

د احتساب په اداره کې مشر وکيل ډيوډ سيډ د دغې رپوټ ستاينه کړې چې پکې د ګلوبل مېډيا د څانګې د پخواني مشر ماېکل پېک په ضد تورونو ته کتنه شوې ده.

مشر وکيل ډيوډ سيډ وايي، " د واېس آف امريکا آزادي او واضحه قانوني ضابطې ټاکل د دغې ادارې د کارکردګۍ د پاره ډېرې مهمې دي".

نوموړي ويلي په دغه رپوټ کې د ماېکل پېک د کار په اړه د درې خپلواکو پلټونکو حوالې ورکړل شوي دي چې د جون ۲۰۲۰ م نه تر جنورۍ ۲۰۲۱م پو رې يې د ماېکل پېک د کار کتنه کړې ده.

د دغې رپوټ په اړه مشر وکيل ډيوډ سيډ واېس آف امريکا ته ويلي، په رپوټ کې دا خبره ښکاره ده چې د ګلوبل مېډيا مشر پېک يوشمېر غېرقانوي کارونه کړي وو.

د احتساب ادارې پخپل رپوټ کې دوه وړانديزونه کړي:

لومړی د کال ۱۹۹۴م په براډکاسټنګ اېکټ کې په هغه بدلونونو پام کول چې د بورډ غړو ته د نوکرۍ ورکولو يا د نوکرۍ نه د لرې کولو په اړه دي.

او دويم د د غې ادارې ضابطې نور واضحه کول دي چې کوم کار دوي کولی شي او کوم نه.

د احتساب د دفتر لخوا جاري شوي دغې رپوټ په اړه چې داېجنسي فار ګلوبل ميډيا غبرګون اوپوښتل شو نو هغوي د دغې ادارې د قايم مقام مشرې مېرمن کيلو چاو د يو خط حواله ورکړه چې پکې هغې د دغې رپوټ ملاتړ ښودلی.

دغه فاېر وال يا د خبريالۍ ضابطې په کال ۲۰۲۰م کې د نومبر په مياشت کې د يو وفاقي عدالت د فېصلې په رڼا کې ټاکلی شوي چې پکې ويل شوي وو د واېس آف امريکا خبريالانو د امريکې د آيين لومړي ترميم سره سم حقونه ترلاسه دي. عدالت د دغه فاېروال د بدلون يا د دې په ضد د اپيل کولو باندې هم بنديز لګولی.

(د امريکې د آيين لومړی ترميم هر وګړي ته د خيال، مذهب، ‌تقرير او يو شمېر نورې آزادۍ ورکوي).

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG