لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: په گېس سټېشن کې چاودنې څلور تنه وژلي


د پاکستان په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې د جمعې په ماښام په ناظم اباد سيمه کې د گېس په یو پمپ کې چاودنه شوې چې پکې يوه ښځه او درې نور کسان وژل شوي او لږ‎ تر لږ‎ہ شپږ‎ ټپیان شويدي.

د کراچۍ ناظم اباد سيمې د پوليسو مشر (اېس اېس پي) ملک مرتضا په پېښه کې مړ‎ي ژوبلې تایيد کړ‎ي دي.

د چاودنې د نوعیت په اړہ د سي ټي ډي پولیس مشر عمر خطاب ويلي ابتدایي مالومات ښایي چې دا د سي اېن جي گېس چاودنه ده، دبم ډسپوزل سکواډ او نورې ادارې د چاودنې پلټنه کوي.

د ښار د پولیسو مرستیال مشر ډي ایي جي ناصر افتاب ھم دغه خبرہ کړ‎ې دہ.

په پاکستان اکثرہ د دغه ډول چاودنو په اړ‎ہ په لومړ‎و کې وویل شي چې په چاودنه بارودي چاودېدونکي مواد نه دي کارول شوي خو ورستهبیا وویل شي چې په پلټنو کې د ترھگرۍ شواھد ترلاسه شوي دي.

په پاکستان کې په گاډو او سټېشنو کې فلد گېس سلېنډرو پېښې ھم رامنځته کيږ‎ي چې زیاترہ ورته د بې پرواھۍ او یا بیا د د ناکارہکمزورو سلېنډرو کارولو نوم ورکولی شي.

په کراچۍ کې د تازہ پېښې د سيند وزير اعلا مراد علي شاه او صوبي د پوليسو مشر ایي جي سيند مشتاق مهر د پلټنو امر کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG