لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: پولیسو په دوکۍ کې د "باچا خان" د څلي سوځوونکی نیولی


د بلوچستان د دوکۍ ښار د باچا خان چوک څلی تر سوځېدو مخکې
د بلوچستان د دوکۍ ښار د باچا خان چوک څلی تر سوځېدو مخکې

کوټه ـــ د بلوچستان په دوکۍ ښار کې یو تن د نومیالي پښتون ملتپال سیاستوال عبدالغفار خان «باچا خان» څلي ته اور اچولی، پولیسو دغه کس نیولی دی. په بلوچستان اسمبلۍ کې دا پېښه غندل شوې ده.

دوکۍ د کوټې ښار ختیځ لور ته د شاوخوا 180 کیلومیټره په فاصله پرته سیمه ده. ځایي چارواکي وایي نیول شوي کس د سخت دریځو او توندروۍ د نظریاتو پلوی دی.

د دوکۍ مرستیال کمیشنر محمد عظیم کاکړ وي او اې ډیوه ته وویل، د ښار پر باچاخان چوک باندې لېویزو په داسې مهال يو کس نیولی چې وایي موټرسایکل یې درولی وو او د باچاخان پر څلي یې پیټرول شیندلي وو او اور یې ورکړی وو.

نیول شوی کس دوکۍ ښار ته نیزدې د ربات کلي اوسېدونکی دی، عبدالرزاق نومېږي او سمالاني بلوڅ دی. اعظم کاکړ وایي:

"د دې کلي اوسېدونکي سخت دریځه توندروه مذهبي دي، ماشومانو ته د پولیو د وېکسین د څاڅکو له ورکولو څخه هم انکاري دي".

د دوکۍ پولیسو د عبدالرزاق سمالاني خلاف د سب انسپکټر ګلزار احمد په شکايت مقدمه درج کړې ده او د هغه په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

مرستیال کمیشنر عظیم کاکړ وایي، دا څلی خلکو د خپلې مینې له مخې جوړ کړی وو، وایي اوس به ضلعي انتظامیه بیرته پر همدې ځای د باچا خان مجسمه تر مخکې په ښه بڼه جوړه کړي.

پرون د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې هم د خان عبدالغفار خان د مجسمې د سوځېدو پېښه غندل شوې ده. نه یواځې عوامي نېشنل ګوند بلکې بلوڅ ملتپالو هم ددې دا یوه ناوړه پېښه بللې ده.

د پیپلز ګوند د بلوچستان پخواني وزیراعلی سردار ثناء الله زهري وویل چې خان عبدالغفار خان نړیوال شخصيت دی، د ده په خبره چې د هند په لویو ښارونو کې د ده مجسمې موجودې دي. د اسمبلۍ نورو غړو هم ددغې پېښې د پلټنو غوښتنه وکړه.

په شلمه پېړۍ کې د پښتنو د تاریخ د ملي ازادۍ تر ټولو ستر غورځنګ «خدایي خدمتګار» بنسټ اېښودونکی خان عبدالغفار خان «باچاخان» په 1890م کال کې د پښتونخوا د چارسدې سیمې په اتمانزو کې د یوه خان بهرام خان په کور کې زېږېدلی وو.

باچا خان د پښتنو د ازادۍ او تعلیم لپاره مبارزه کوله او د خپل ژوند ډېره موده یې په بند کې تېره کړې وه.

تېره میاشت په ګوادر کې هم د پاکستان د بنسټ ایښودونکي محمد علی جناح مجسمه په بارودو والوځول شوه چې ذمه واري یې د بلوڅو یوه وسلوال سازمان پر غاړه واخیسته، خو د هغې پېښه په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG