لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تحریک لبېک د فرانس د سفير د ويستلو او سفارتخانې د بندولو غوښتنه نه ده کړې، مفتي منيب


مفتي منيب الرحمان ويلي، تحریک لېبک پاکستان یا ټي اېل پي د فرانس د سفير د ويستلو او د سفارتخانې د تړلو غوښتنه نه ده کړې، او نه يې غوښتي چې د يورپ سره دې اړيکې قطع کړی شي.

هغه تور لګولی په ټيلي ويژن په دغه اړه دروغ ويل شوي دي، هغه زیاته کړې په حکومت به څوک څنګه اعتبار وکړي چې په ښکاره دروغ وايي.

منيب الرحمان د ټي اېل پي او حکومت ترمنځ د خبرو په ډله کې شامل وو.

د تحریک انصاف د حکومت سره د علماو يوې ډلې په 31 اګست ليدلي چې د ټي اېل پي د غوښتنو په اړه ورسره خبرې وکړي.

د يادو خبرو وروسته ټي اېل پي خپل لاريون د پنجاب په وزیر اباد سيمه کې د غټ سړک نه يو مېدان ته اړولی او د ځايي ميډيا ترمخه د ټي اېل پي پلويان په يو مېدان کې راټول شوي دي.

د دغه ليدنې وروسته منيب الرحمان او د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قرېشي په ليدنه د شوو خبرو نور جزيات نه وو ویلي، خو يواځې دومره یې ويلي وو چې د دغو خبرو نتيجې به خلک په خپله وویني.

لاقانونه ګرځول شوې تحریک لبېک په 22 اکتوبرد لاهور نه اسلام اباد ته لاريون روان کړی، او غوښتنې يې کولې چې د دغه ډلې مشر سعد رضوي دې خوشی کړی شي او د فرانس سفير دې د ملک نه وويستل شي.

د لاهور نه د روانېدو وروسته په شيخوپوره سيمه کې د ټي اېل پي د غړو او پوليس ترمنځ نښتې هم شوې وې چې پکې دړاړو غاړو ته مرګ ژوبلې اوښتې وې.

وروسته حکومت په پنجاب صوبه کې د حالاتو قابو ساتلو دپاره د نيم پوځي ځواک رېنجرز په صوبه کې په ځای کولو اعلان هم کړی وو، خو باوجود د دغې لاريون روان وو.

حکومت بيا ويلي د تحریک لبېک 32 غړي يې نيولي چا چې په ټولنيزو رسنیو د کرکې پروپېګنډا کوله.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG