لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو په افغانستان کې په بهرنۍ کرنسۍ کارولو بندېز لګولی، اغېزې به یې څه وي؟


په افغانستان کې طالبانو اعلان کړی چې په ملک کې به بهرنۍ کرنسي نه کارول کيږي، اقتصاد پوهان وايي طالبانو ته به په داسې کولو په ملک کې دننه د ډالر يا بلې کرنسۍ په تبادله کې مسله جوړيږي چې څنګه به افغانۍ په بله کرنسۍ کې بدلوي تعين به يې څنګه کوي.

په افغانستان کې د واکمن طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په ټويټر ويلي، ټول هېواد وال، دوکانداران، تجاران او عام خلک دې هر ډول ورکړه راکړه په افغانۍ کې وکړي، او د بهرنۍ کرنسۍ کارولو دې ډډه وکړي.

هغه په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، که څوک د دې حکم سرغړونه کوي قانوني چلند به ورسره کيږي.

اقتصاد پوهه خبريال وکیل الرحمان وايي که په افغانستان کې خپله افغانۍ کاريږي د افغانۍ پياوړې کېدو دپاره مهمه ده افغانۍ به ورسره ښه شي خو دوی به په بنیادي توګه د دې مسلې مخ کيږي چې که د چا سره ډالر يا بله کومه کرنسي وي هغه به په افغانۍ کې په څه قيمت يا معيار بدلوي.

دې واشنګټن پوسټ په خپل خبر کې ویلي، د طالبانو دغه حکم په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې د طالبانو په واک کې د راتلو سره دغه هېواد د سختو اقتصادي مشکلاتو ښکار دی، په بېنکونو کې يې پېسې نشته او اقتصاد يې د ديواليه کېدو په پوله ولاړ دی.

په خبر کې ويل شوي په افغانستان کې امریکايي ډالر په رسمي او غېر رسمي توګه کاريږي.

بل اقتصاد پوهه مهتاب حېدر وايي، په افغانستان کې په بېنکونو سخت فشار دی څنګه به دوی وکړی شي خپل اقتصادي حالت ښه کړی شي.

هغه وويل د افغانستان سره بله مهمه مسله دا ده چې دوی به د نورو هېوادونو سره کاروبار په څه بنياد کوي ځکه چې د طالبانو حکومت خو تراوسه پورې بل کوم هېواد په رسميت منلی هم نه دی.

په افغانستان کې چې طالبان په 15 اګست په واک کې راغلي، اقتصاد پوهان وايي معیشيت يې د سخت فشار سره مخ دی او د طالبانو په واک کې د راتلو سره خپله افغانۍ ډېره راغورځېدلې او د توکيو بيې پکې سېوا شوي دي.

طالبانو دغه حکم په داسې حال کې کړی چې تيره اوونۍ د خوراک نړيوال پروګرام ويلي، په افغانستان کې دا وخت نزدې 40 ملينه خلک د سختې لوږې سره مخ دي، او مرستندويه ادارو ویلي په دغه هېواد کې ژمی راروان دی پکې انساني بحران جوړيږي لګيا دی.

طالبانو چې د افغانستان واک په لس کې اخستی امریکې او نورو مغربي هېوادونو د افغانستان نزدې لس اربه ډالره شتمنۍ هم تړلي دي.

خو تیره اوونۍ امریکې اعلان کړی افغانستان ته به د مرستو دپاره 144 ملينه ډالره ورکوي.

د امریکې د ملي امنيت وياندې ايميلي هورن ويلي، دخواوشا 144 ملينه ډالرو بشري مرستې به دغیر دولتي ادارو د لارې 18.4 میلينه ضرورتمندو افغانانو ته نېغ په نیغه ورکول کيږي چې پکې د افغانستان په ګاونډي هېوادونو کې مېشت کډوال هم شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG