لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په وزيرستان او نوره پخوانۍ فاټا کې د طالبانو واکمني


واشنګټن ـــ که هر څو هم پوځي او حکومتي چارواکي د دې نه انکار کوي چې وسله والې ډلې په وزيرستان او د پښتونخوا په نورو سيمو کې هيڅ فعاليت نه لري خو ځايي خلک وايي ريښتيا دا دي چې په خاصه توګه په سويلي وزيرستان کې حکومتي واکمني نشته او واک د طالبانو وسله والو ډلو په لاس کې دی.

ځايي خلکو وي او ای ډيوه ته وويل د طالبانو د واکمنۍ يو مثال دا دی چې مقامي خلک خپلې مقدمې طالبانو ته وړي او چې کوم سرکاري ترقياتي سکيمونه عملي کيږي نو اجازت به يې د طالبانو د مشرتابه نه اخستل کيږي چې طالبان ترې د منظورولو خپل کمېشن اخلي.

طالبان او داعش دا دعوې کړې چې په اکتوبر کې د 29 پاکستاني پوځي، پيرا ملټري لا نیم پوځي او پوليس ځواکونو کسان دوی وژلي چې 15 پکې پوځيان او ملېشه عسکر دي او اته تنه پوليس واله دي.

د سرکاري شمارو تر مخه دا پېښې د پښتونخوا په وزيرستان، بنو، لکي مروت، ډېره اسماعيل خان، کورمه او باجوړ کې شوې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين او د اين ډي ايم مشر محسن داوړ چې د نومونو په ترتيب د سويلي او شمالي وزيرستان دي په دوامداره توګه تور لګوي چې امنيتي ادارو پخوانۍ وسله والې ډلې په سيمه کې بيا فعاله کړې دي.

د ډيوه همکار عدنان بيټني چې په دې اړه د حکومتي چارواکو سره رابطې وکړې نو کوم سرکاري نظر يې تر لاسه نه کړی شو البته ځايي خلکو وي او اې ډيوه ته وويل د دې ډلو خلاف ګامونه اخیستل د پوليسو په اختيار کې نه ده.

د وزيرستان يو پخواني پوليس افسر د نوم نه ښودلو په شرط وي او اې ډيوه ته وویل “پوليس بې اختياره دی. زمونږ سره يو موبايل ګاډی وي نو هغه هم مونږ په ايمرجنسي کې ترې ايمبولينس جوړ کړو. په تاڼو کې لا د مقدمې درج کولو رجسټر نه وي”.

په اسلام اباد کې د قبايلي سيمو د څېړنيز مرکز مشر منصور مسيد ډيوه ته ويلي په تېرو دوو مياشتو کې د هدفي وژنو پېښې ډېرې شوي او زياته يې کړه دا روانه ناامني په افغانستان کې د طالبانو له واک سره تړلې ښکاري.

یو ځایي تن زر ولي چې خپل نوم د احتياط په توګه پټ ساتل غواړي ډيوه ته وويل “پوليس يو خو د دې خلکو د زوره ويريږي او بل دا چې د طالبانو په مخ کې دومره وسله او وسايل نه لري. پوليس اختيار او وسايل نه لري او پوځ پرې لاس نه اچوي”.

د پوځ وياند جنرل بابر افتخار تېرو ورځو کې ويلي وو په ملک کې هيڅ يوه منظمه ترهګره ډله لا نیټورک نه شته.

يو بل ځايي تن د نوم نه ښکاره کولو په شرط ډيوه ته ويلي “مخکې به ډرون وو اوس هغه هم نه شته. اوس د دوی ويره نه شته. چندې په درز کې ټوليږي چې افغانستان ته ضرورت دی. بته او قلنګ عام دی چې حکومتي ټېکه داران، ډاکټران او سرمايه لګوونکي يې ښکار دي”.

د ځايي سرچينو د معلوماتو تر مخه د مولوي نذير وزير ګروپ په واڼه او د مفتي نور ولي ډله په مسيدو کې واکمن دي او دغه رنګ د حافظ ګل بهادر ډله تر ډېره د قطبي وزيرستان واکمني کوي.

ځايي خلکو وي او اې ډيوه ته تایيد کړه درې ډلې چې حکومت ته تسليم شوي په هغوی پکې د حضرت علي ګروپ، د مصباح ګروپ او د وحيد جيګري ډله ده، چې په ډېره اسماعيل خان کې خپل دفترونه لري نه يواځې قلنګ اخلي بلکې د خلکو فيصلې هم کوي.

په بنو کې د اسحاق ګروپ هم دغه فعاليتونه کوي چې د ګل بهادر د ډلې نه بېل شوی او حکومت ته سرېنډر شوی. ځينو سرچينو ډيوه ته وويل په کورمه، هنګو، لکي مروت، کرک او کوهاټ کې د حقاني نیټورک خور دی.

د پاکستاني طالبانو د مشر مفتي نور ولي په اړه ځايي خلک وايي هغه په مستقيمه توګه په سويلي وزيرستان کې وي خو تېرو ورځو کې يې د خيبر، مومند او باجوړ دوره هم کړې وه چې د خپلو ملګرو سره يې ملاقاتونه کړي دي.

مفتي نور ولي په تېرو میاشتو کې ميډيا ته ويلي وو پخوانۍ فاټا د پاکستان نه ازادول غواړي او ځايي خلک وايي په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ وروسته د پاکستاني طالبانو ډلې ډېرې فعاله او ډاډمنې ښکاري.

د پېښور پوهنتون د ايريا سټډي سنټر پخوانی مشر ډاکټر سرفراز وايي “په پاکستان کې د دغو توندلارو تنظيمونو نه په سياسي حکومت د فشار اچولو کار اخیستل کيږي او کوم تنظيمونه چې لا قانونه ګرځول شوي هغه که پاکستاني طالبان دي او که تحريک لبيک دی د هغو سره خبرې کول د جمهوريت په ضد دي او د بشري حقونو نه سر غړونه ده”.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG