لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېمل: د علي وزیر د خوشي کولو دپاره تګلاره جوړوو


د عوامي نيشنل ګوند (اې اېن پي) د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان ويلي، علي وزیر (د جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ منتخب استازی او د پي ټي اېم مخکښ) ځکه بنديوان دی چې هغه پښتون دی.

د شورو/ چهارشنبې په ورځ (درېم نومبر) په باچا خان مرکز کې خبري غونډې ته په وېنا کې اېمل ولي خان وويل کله چې د قوم خبره راځي دوی قوم پرست دي، عوامي نيشنل ګوند د دوی قوم نه دی دوی په قوم پښتانه افغانان دي.

هغه وویل يو لور ته رياست د تحریک لبېک پاکستان (ټي اېل پي) په وړاندې سملاستو بل لور ته يو پښتون د پارلیمان غړی په جېل کې دی، هغه د ازادي رای خبره کړې کوم حق چې د پاکستان ايين ورکړی دی.

نوموړي زياته کړه دومره غټ فرق ولې کیږي؟، هغه وويل دې د ملک وزيراعظم (عمران خان) په ادارو پسې په ښکاره څه نه دي ویلي، په پنجاب کې خلکو رياستي ادارو ته ښکنځلې کړي دي د هغو خلاف کومه کارروايي شوې ده؟. الطاف حسېن د لندن نه هره ورځ سپکې ويلي يوه ورځ يې په جېل کې نه ده تېره کړې.

اېمل ولي خان وويل، د علي وزير د خوشي کولو دپاره تګلاره جوړوي، هغه زياته کړه که لاره دا جوړه کړی شوي وي چې رياست به په کومو حالاتو کې خبره مني، نو دوی کولی شي چې د علي وزیر د خوشي دپاره هغه حالات جوړ کړي، او نړۍ ته به وښايي چې په پاکستان کې اوس هم د خلکو سره توپيري چلند کيږي.

علي وزیر د تیر کال د دسمبر د مياشتې راهسې د پي ټي اېم د مشرانو پرضد جوړه مقدمه کې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی.

دغه مقدمه چې په کراچۍ کې د پي ټي اېم د شپږم دسمبر 2020 د جلسې وروسته درج شوې، په ياده مقدمه کې تور لګولی شوی چې جلسې ته وېنا کوونکو د رياست او رياستي ادارو پرضد د کرکې او شر ډکې وېناګانې کړي دي.

په دغه مقدمه کې يواځې علي وزیر په زندان کې دی او عدالت پکې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين او د قامي اسمبلس غړی غاو د قومي جمهوري ګوند (اېن ډي اېم) مشر محسن داوړ او دوه نور کسان اشتهاري ګرځولي دي.

په ياده مقدمه کې د علي وزير د ضمانت خواست اول د ترهګرۍ د مقدمو اورېدونکي عدالت د روان کال د فرورۍ په میاشت کې، بيا د سيند هايکورټ په لومړي جون د هغه د ضمانت خواست رد کړی او وروسته د جون په 26 د سپريم کورټ د کراچۍ رجسټرۍ ته د علي وزير د ضمانت خواست شوی، خو سپريم کورټ په دغه خواست د اورېدنې دپاره تراوسه کومه نېټه نه ده ټاکلې.

اېمل ولي خان ويلي، عوامي نيشنل ګوند به په قومي بنياد د فريق يا توپيري چلند په نوم د تعصب پرضد تل غږ اوچتوي. ټول قوم وليده چې په پنجاب کې د مذهبي جنونيت په نوم کومه لوبه وشوه، مذهبي جنونيت تل اولس ته تاوان اړولی دی، او ریاست تل د خپلې ګټې دپاره کارولی دی.

اېمل ولي خان پوښتنه وکړه، تحریک لبېک پاکستان چا جوړ کړی او هر پرلت يې د چا په خله پېل کيږي او د چا په وېنا ختميږي؟، نړۍ ته د ښودلودپاره ټي اېل پي ولې ناقانونه وګرځول شوه؟ د پنجاب واکمنو د ټي اېل پي مرکزي چوکاټ ته د راوستو دپاره پرېکړه کړې ده. د ټي اېل پي سره د شوې تړون هيڅ مالومات نشته، او حکومت د رياستي عملدارۍ چېلنج کوونکو په وړاندې سملاستو.

د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر دا خبرې په داسې حال کې کړي چې، دوه ورځې وړاندې حکومت د ټي اېل پي سره د تشدد څخه ډکو مظاهرو ختمولو په بدل کې دغه ډلې ته په انتخاباتو کې د برخې اخستو اجازه ورکړې او د 2000 نيول شوو غړو د خوشي کولو يې ویلي دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت روان کال د ټي اېل پي ډله لاقانونه ګرځولې کله چې دې ډلې د تشدد څخه ډکې مظاهرې کړې وې، دا ډله ترهګره ګرځول شوې او سعد رضوي چې د دې ډلې مشري کوي هغع هم نيول شوی وو.

د پاکستان د حکومت د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره جوړې ادارې نېکټا په وېب پاڼه د خپرو شوو لاقانونه ګرځول شوو ډلو په نوملړ کې تحريک لبېک پاکستان د روان کال په 15 اپرېل لاقانونه ډله ګرځول شوې ده.

حکومت او يادې ډلې په وروستيو کې تړون کړی خو د دغه تړون جزيات يې نه دي ښکاره کړي.

مخالفه ګوندونو هم په حکومت د ټي اېل پي سره په شوي تړون نيوکې کړي او د تړون د ښکاره کولو غوښتنه یې کړې ده.

د ټي اېل پي په وروستیو کې د لاهور نه اسلام اباد ته د لاریون په مهال د پوليس سره نښتې شوي او دواړو غاړو ته پکې مرګ ژوبلې اوښتي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG