لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې په تېروتنه شوي هوايي بريد کې قانوني سرغړونه نه وه شوې، رپورټ


د امريکې د دفاع وزارت ویلي په 29 اګست چې په کابل کې کوم هوایي بريد شوی بې ګناه ملکي وګړي او ماشومان پکې وژل شوي، د دغه بريد پېښې ته بيا ازاده کتنه شوې چې پکې مالومه شوې دغه بريد د ناوړه چلند يا غفلت له امله نه وو شوی.

اېسوسي اېټډ پرېس د رپورټ يو اړونده چارواکي له قوله ويلي، دغه پېښې ته چې د هوايي ځواک لفټننټ جنرل سمي سېډ کتنه کړې، پکې مالومه شوې چې د بريد په هدف کولو کې د رابطې په وړاندې خنډان مخې ته راغلي وو.

چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، چې د ملکي وګړو د وژنو د مخنیوي د اقداماتو باوجود په تيروتنه سره خطا بريد ترسره شوی دی، بريد ته د بيا کتنې رپورټ تراوسه نه دی خپور شوی.

د بيا کتنې په رپورټ کې ويل شوي چې د ډرون بريد ته د هغه وخت په تناظر کې کتل پکار دي کله چې امريکه ځواکونه د سخت فشار لاندې وو او په کابل هوايي اډه باندې په امريکايي ځواکونو او عامو خلکو باندې د حملې خطره وه، په زرګونو افغانان ايير پورټ ته راغلي وو او د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته يې دغه هېواد پرېښودو.

د امریکې د دفاع وزارت د دغه بريد په اړه ويلي وو، په 29 اګست د امریکايي ځواکونو د افغانستان نه وتلو يوه ورځ وړاندې، په ډرون برید کې د داعش ډلې پلان برید شنډ کړی شوی وو.

خو د کابل اوسېدونکي اېمل احمد مخکې اې اېف پي خبري ادارې ته ویلي وو، په برید کې لس تنه چې د هغه پېغله لور، ورېرونه، ورېرې او ورور ازمری احمدي چې د ټېکسي ډرايور وو، پکې وژل شوي وو.

د پېناګون ویاند جان کربي ويلي وو، د امریکې مرکزي کمانډ د دغه هوايي بريد ارزونه کوي او په پوځي عملياتو کې د دې نه بل مشکل کار نشته چې د ملکي وګړو د وژنو مخنيوي وشي.

د سېډ په رپورټ کې د يو تن د غلطۍ يا د هغه پرضد د ضابطې د کارروايۍ سپارښتنه نه ده شوې، او زياته کړې يې ده کمانډران د دغه رپورټ د جاج اخستو وروسته کومه انتظامي پرېکړه کولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG